جلال‌اباد کې په درې میلیارډ افغانیو د ۲۱ کیلومټره سړک د جوړېدو چارې پیل شوې

د ننګرهار په مرکز جلال‌اباد ښار کې د څلوېښت متره حلقوي سړک د لومړي فاز د جوړولو چارو د مسیر معلومولو او پاکوالي چارې پیل شوې. 

د ننګرهار محلي مسوولان وایي، دغه سړک چې ٢١ کیلو متره اوږدوالی لري، د جلال‌اباد ښار اوومې ناحیې اړوند سرخ‌اب پل څخه پیل او تر ثمرخېلو غځېږي چې ورسره به ښاري ګڼه‌ګوڼه راکمه شي.

بلخ کې یوه سوداګر په دوو میلیونو ډالرو «د اوبو پارک» جوړ کړی

د بلخ د بدني روزنې او ورزش ریاست مسوولان وايي چې دغه ولایت کې یوه سوداګر د دوو میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو پارک جوړ کړی دی.

د یاد ریاست د معلوماتو له مخې، دغه پارک پر یو جریب ځمکه جوړ شوی او تېره ورځ ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوی دی.

د یاد پارک مسوول محمدرضا جمالي وايي چې دغه پارک د مزارشریف اوسېدونکو د تفرېح او ورزش لپاره جوړ شوی دی.

کندهار کې په شپږ زره ډالرو د اوبو دوه حوضونه جوړ شول

د کندهار د کرنې ریاست مسوولان وايي چې د یاد ولایت په رېګستان ولسوالي کې د شپږ زره ډالرو په لګښت د اوبو دوه حوضونه جوړ شوي دي.

دغه حوضونه د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د هڅو، د ملګروملتونو د کرنې او خوراک نړیوال سازمان (FAO)  په مالي ملاتړ او د (OHW) خیریه موسسې د تخنیکي همکارۍ په مرسته جوړ شوي دي.

لوګر کې د کرېکټ غوراوي سیالي پای ته ورسېدې

د لوګر د کرېکټ امریت مسوولان وایي، دغه سیالي د ۱۷ کلنو څخه کم عمره ځوانانو ترمنځ درې ورځې وړاندې د ولایتي منتخبې لوبډلې د جوړولو په موخه  پیل شوې وې چې د لوګر A(U17) لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.

عبدالسلام حنفي: ګاونډیو هېوادونو کې د افغانانو د وضعیت څارنه کوو

نوموړي د کندهار د دامان ولسوالي په هغه ښارګوټي کې چې د بېرته راستنو شویو لپاره جوړ شوی، د لیدنې پرمهال وویل: «اسلامي امارت د هغو افغانانو ستونزو ته جدي پاملرنه کوي چې له نورو هېوادونو راستانه شوي دي. موږ نه یوازې کورني امکانات ورته برابر کړي، بلکې په ګاونډیو هېوادونو کې د افغانانو د وضعیت څارنه هم کوو.»

اسلامي امارت: اسراییل قتل عام کوي د غزې په ملاتړ مکلف یو

د حج او اوقافو وزارت تېره شپه یوه خبرپاڼه کې چې د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد پر ایکسپاڼه خپره کړې ویلي، د ایمان او انساني خواخوږۍ له مخې د غزې له خلکو په ملاتړ مکلف یو.
خبرپاڼه کې راغلي، غزه کې د ظلم او نسل وژنې پر وړاندې د را روانې جمعې په ورځ ټول هېواد کې غږ پورته کیږي او له ټولو هېوادوالو غوښتل شوي چې برخه په کې واخلي.

اسراییلو د صنعا پر هوايي ډګر برید کړی

پر اسراییلو له یمن د دوو توغندیزو بریدونو یوه ورځ وروسته د یمن پلازمېنې صنعا هوايي ډګر باندې اسراییلي ځواکونو هوايي بریدونه کړي دي.

د حوثي ډلې اړوند المسیره ټلوېزیون نن چهارشنبه، مې ۲۸مه راپور ورکړی چې پر دغه هوايي ډګر څلور بریدونه شوي چې پرمهال د الوتکې ځغاستې لیکه او یوه الوتکه په نښه شوې ده.

میدان‌وردګ کې راستنېدونکو ته د ځمکې د وېش لړۍ پیل شوه

د میدان‌وردګ مرکز میدانښار کې د بېرته راستنېدونکو د هستوګنې لپاره د ۸۰۰ جریبه ځمکې د وېش بهیر پیل شوی دی.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د ریاست‌الوزرا‌ء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د کور او ښار جوړونې وزارت سرپرست مولوي حمدالله نعماني او د میدان‌وردګ چارواکو ګډون کړی وو.

یوه اوونۍ دوام؛ خوست کې د ۲۰ میلیونه افغانیو بند اوبو وړی

د خوست په ګربز ولسوالي کې د لېژې بند چې تېره پنجشنبه، ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوی و، اوبو وړی او ویجاړ شوی دی.

د خوست ولايت مقام څخه نن چهارشنبه، غبرګول اوومه، په یوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د لیژې بند، د زياتو اورښتونو او سېلابونو له امله مات او ویجاړ شوی دی.

ډونالډ ټرمپ: پوتین له اور سره لوبې کوي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې ولادېمیر پوتین له کېیف سره د اوربند په تړاو خبرو کې له ګډون څخه انکار یې، له اور سره د لوبې کولو په مانا ده.

ټرمپ دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې روسي ځواکونه د اوکراین په شمال ختیځ کې د پرمختګ په حال کې دي.