
خوست کې روان کال ۴۶ نوي مخابراتي سايټونه جوړيږي
د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست نجیبالله حیات حقاني خوست ته د سفر پرمهال ويلي چې د خلکو اړتيا او مخابراتي برخه کې د

د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست نجیبالله حیات حقاني خوست ته د سفر پرمهال ويلي چې د خلکو اړتيا او مخابراتي برخه کې د

امریکا او اسراییل ویلي چې د واشنګټن له لوري د اوربند وړاندیز شوې طرحې ته د حماس ځواب نهمني.
د منځني ختيځ لپاره د ډونالډ ټرمپ استازي اسټیو ویتکاف ویلي، د امریکا اوربند وړاندیز په اړه د حماس بیانیه د منلو وړ نه او تېر ته د ستېدو په مانا ده.
ښاغلي ویتکاف ویلي، حماس باید دغه طرحه چې د خبرو لپاره مو د مبنا په توګه وړاندې کړې ومني.

د کانونو او پترولیم وزارت د جوزجان د یتیم تاق سیمې د ګازو دریو څاګانو د کیندنې تړون لاسلیک کړ. د دغه وزارت ویاند همايون

حماس وايي، غزه کې د اوربند لپاره د امریکا د نوي وړاندیز په اړه یې خپل ځواب منځګړو ته سپارلی. نړیوالو رسنیو ویلي چې حماس

د روغتیا نړیوال سازمان «تنباکو ته د نه» نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، د افغانانو ترمنځ تر ټولو ډېر کارېدونکي تنباکو نسوار دي.
دغه سازمان نن (شنبه، جوزا ۱۰) پر اېکسپاڼه لیکلي چې افغانستان کې له هرو څلورو لویانو یو یې په منظم ډول نسوار کاروي.
د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې افغانستان کې د ځوانانو او تنکیو ځوانانو ترمنځ د تنباکو مصرف مخ په ډېرېدو دی.

د لوګر ولایت پوهنې ریاست مسوولان وایي، د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (UNICEF) له لوري د دغه ولایت له پوهنې ریاست سره د

د افغانستان برښنا شرکت مسوولان وايي، هرات کې د ۶۴ میلیون ډالرو په لګښت د ۲۰۰ میګاواټه په ظرفیت سره د بادي برښنا تر ټولو ستره پروژه پرانیستل شوه.
د برښنا شرکت اجراييوي مشر عبدالباري عمر د دغې پروژې پرانیستې مراسمو ته وویل، د برښنا د یادې پروژې لومړی فاز د ۴۳.۲ میګاواټه برښنا د تولید ظرفیت لري.

هرات کې یو میلیون ډالرو په ارزښت د اصلاح شویو کرنیزو تخمونو د تولید کار خونې فعالیت پیل کړ. د اصلاح شویو کرنیزو تخمونو د

د ننګرهار امنیتي مسؤلان وایي، دغه ولایت کې یوه کس تېره ورځ جمعه ماښام لومړی خپل مور او پلار د چاقو په وسیله وژلي او

د میدانوردګ ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي حبیبالله مجاهد وایي، د سېلاب خیریه بنسټ له لوري د ۷۶ ځوانانو دواده مراسم ترسره شول.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تازه څرګندونو کې ویلي چې باوري دی غزه کې د اوربند لپاره د اسراییل او حماس ترمنځ هوکړه نږدې شوې او ښايي ژر اعلان شي.
هغه وویل: «د هوکړې په اړه به نن یا سبا اطلاع درکړو.»
امریکايي چارواکي د حماس لهخوا د هغه وړاندیز رسمي ځواب ته په تمه دي چې د یوې سرچینې په وینا، غزه کې ۶۰ ورځنی اوربند پهکې شامل دی.

د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د پاکستان حکومت د هغې پرېکړې هرکلی کوي چې غواړي کابل کې خپل ډيپلوماتيک ماموريت د سفیر کچې ته لوړ کړي.
بهرنیو چارو وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي چې اسلامي امارت به هم په متقابل ډول اسلام اباد کې د افغان سفارت د شارژدافير کچه د سفير سطحې ته لوړه کړي.

د لوګر مرستیال والي مولوي محمدانور دینپرور د دغه ولایت په مقام کې د یوشمېر موسسو له استازیو سره په غونډه کې ویلي چې دغه ولایت کې شته موسسات باید د ولس له اړتیا او غوښتنې په اساس بنسټیزې پروژې پلې کړي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت د افغان اتباعو لپاره د ویزې ورکولو د بهیر پیل تایید کړی او ویلي یې دي چې دا لړۍ په شپږو کټګوریو کې د پليکېدو وړ ده.
د دې وزارت ویاند، رندهیر جیسوال، پرون «پنجشنبه، مې۲۸مه -» په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې وویل چې د روان کال د اپریل له ۲۹مې نیټې څخه د افغانانو لپاره د هند د ویزې ترلاسه کولو لپاره یو نوی پورټال فعال شوی دی.

د اسراییلو د کورني امنیت وزیر اتمر بېنګوېر له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو غوښتنه کړې چې د اوربند پر ځای دې د حماس ماتولو باندې تمرکز وکړي.
نوموړي پر خپله اېکسپاڼه لیکلي: «ښاغلی لومړی وزیر! وروسته له هغې چې حماس بېرته د اوربند په اړه وړاندیز رد کړ، نور نو هېڅ پلمه نشته چې غزه کې دې کار ته دوام ورکړي.»

د مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوژي وزارت سرپرست مولوي نجيبالله حقاني پکتيا ته د خپل سفر پرمهال ویلي چې د ولايتي مسوولانو د غوښتنو او د خلکو اړتياړو ته په کتو دې ولايت کې روان کال ۴۸ نوي مخابراتي سايټونو جوړيدل منظور شوي دي.
هغه دغهراز زياته کړه چې يادشمېر سايټونه د ټي ډي ايف لسمې پروژې له پنډ څخه جوړيږي او ځينې هغه يې د مشخصو شبکو لخوا جوړيږي.