
سعودي د حج لپاره مکې ته د ۲۶۹زره بېاسناده کسانو د ننوتلو مخه نیولې
د سعودي عربستان چارواکي وايي چې تراوسه یې، دغه هېواد مکې ښار ته د حج ادا کولو لپاره د ورتلونکو زرګونه بېاسناده زیارتکوونکو مخه نیولې ده.
د اسوشېټېډپرېس خبري اژانس د راپور له مخې، تراوسه عربستان د حج مراسمو کې د ګډون لپاره د بېاسناده ۲۶۹زره او ۶۷۸ مسلمان زیارتکوونکو مخه نیولې ده.














