
پر غزې د اسراییل بریدونو دوام؛ تېرې ورځې راهیسې ۶۲ فلسطینیان وژل شوي
د راپورونو پر اساس، له تېرې ورځې راهیسې پر غزې د اسراییلي ځواکونو بریدونو کې لږ تر لږه ۶۲ فلسطینیان وژل شوي او ګڼ شمېر ټپیان دي.
الجزیرې شبکې نن سهشنبه جوزا ۱۹ راپور ورکړی چې غزه کې د بشري مرستو په ترلاسه کوونکو د اسراییلي ځواکونو تازه بریدونو کې دوو فلسطینیانو ژوند بایللی او د ۹۲ نور ټپیان شوي.














