
تېرو دوو کلونو کې ۳.۵ میلیون افغانان هېواد ته راستانه شوي
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ «یواناچسيار» نن دوشنبه د کډوالو نړیواله ورځ ولمانځله.
افغانستان کې د یاد سازمان رییس عرفات جمال له ګاونډیو هېوادونو د راستنیدونکو افغانانو د شمیر زیاتوالي په اړه اندیښنه څرګندوي او وايي، د ۲۰۲۳ کال له پیل راهیسې نږدې ۳.۵ میلیونه افغانان له ګاونډیو هېوادونو هېواد ته راستانه شوي.














