
د متقي او ترکیې سفیر لیدنه؛ دوه اړخیزې اړیکې مخ پر وده بلل شوي
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي نن دوشنبه کابل کې د ترکیې سفیر جینک اونال سره لیدلي.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل ویلي چې دې ناسته کې د افغانستان او ترکیې مخ پر ودې دوه اړخیزو اړیکو، وروستيو پرمختګونو او سیمهییزو مسایلو خبرې وشوې.













