
پېښو سره د مبارزې اداره: سېلابونو کې ۲ کسانو ژوند بایللی او ۵ ټپیان دي
پېښو سره د مبارزې ادارې مسوولان وايي، تېره یوه شپه او ورځ کې د هېواد په شپږو ولایتونو کې د سېلابونو راوتو له امله ۲ کسانو ژوند بایللی او ۵ نور ټپیان شوي.
پېښو سره د مبارزې ادارې د اطلاعاتو او نشراتو رییس یوسف حماد نن وویل، دغو سېلابونو کې سل کورونه په بشپړ او جزيي توګه وران شوي او شاوخوا ۶ زره او ۲۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه له منځه تللې ده.














