
لوګر کې له ۱۲۵ سېلابځپلیو کورنیو سره بېړنۍ مرستې وشوې
د لوګر محلي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په مرکز پلعلم او محمداغې ولسوالي له ۱۲۵ سېلابځپلیو کورنیو سره بېړنې مرستې شوې دي.
د دغه ولایت د والي ویاند صدیق احمدصدیقي سلاموطندار ته وویل، دغه مرسته د طبیعي پېښو پرضد مبارزې او کلیو پراختیا ریاستونو له لوري له سېلابځپلیو کورنیو سره شوې ده.














