
امر بالمعروف وزارت: هلمند کې د ۶کلنې نجلۍ د نکاح قضیه محکمې ته سپارل شوې
د امر بالمعروف او نهېعنالمنکر وزارت مسوولان وایي، په کم عمر کې ودونه د شریعت خلاف دي او هېڅچا ته د ښځو پر حقونو د

د امر بالمعروف او نهېعنالمنکر وزارت مسوولان وایي، په کم عمر کې ودونه د شریعت خلاف دي او هېڅچا ته د ښځو پر حقونو د

چارواکي وايي، د ارزګان چنارتو ولسوالي کې د «شبلوغ» اوبو بند رغنیزې چارې پیل شوې چې ورسره به د کروندګرو زرګونه جریبه ځمکه خړوبه، اوبه مدیریت او تر یوې اندازې د وچکالي د منفي اغېزو مخه ونیول شي.
د ملي پراختیا شرکت ویاند نبيالله وویل، یاد بند چې په ۱۶۵ میلیون افغانیو جوړیږي، د څه باندې ۸۵۴ زره متر مکعب اوبو ذخیره کولو ظرفیت لري.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې عمومي ریاست رییس مولوي شهابالدین دلاور لوګر ته د خپل یوه سفر په ترڅ کې د محمداغې او ازرې ولسوالیو په شاوخوا ۲۰۰ سېلابځپلیو کورنیو بېړنې مرستې ووېشلې. مدني وویل، د لوګر کلیو پراختیا او طبیعي پېښو پرضد مبارزې ریاستونو له امله تېره ورځ له ۱۲۵ سېلابځپلیو کورنیو سره د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرسته وشوه.

د لوګر مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست مسوولان وایي چې په لومړي ځل د محمداغې او ازرې ولسوالیو بېلابېلو سیمو زرګونه اوسېدونکي د سلام او اټوما مخابراتي شبکو له لارې د انټرنټ ۴جي خدماتو ته لاسرسی پيدا کړ.

د ټرانسپورټ او هوانوردۍ وزارت اړوند د هواپېژندنې ریاست د هېواد په اتو ولایتونو کې د سختو اورښتونو، تندو بادونو او سېلابونو راوتلو خبرداری ورکړی دی.
د هوا پېژندنې ریاست په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې یادو ولایتونو کې د اورښتونو دغه اټکل نن سهشنبه، چنګاښ لسمه، شوی دی.

د میدانوردګ د امربالمعرف او نهېعن المنکر او شکایتونو اوریدو ریاست مسوولان وایي چې د دغه ولایت په سیداباد، جغتو او دایمیرداد ولسوالیو کې د شپږ کورنیو ترمنځ دښمنۍ او شخړې هوارې شوي دي.

د ملګروملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) له لوري په خپور شوي راپور کې خبرداری ورکړل شوی چې افغانستان کې د تېرو پنځلس کلونو پرمهال د ماینپاکونکو شمېر ۹۰سلنه ک شوی او په وینا یې، که بېړنۍ بودیجه برابره نهشي، د تر ټولو پر ماین پوښلي هېواد کې به د ماینپاکونکو هڅې ناکامې شي.

د پروان د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د نړیوال بانک په مالي ملاتړ د دوو کیلومټره سړک د جوړېدو چارې پیل شوې.
دغه سړک د «۲۳۴۰۰۰۰» افغانیو په لګښت د یاد ولایت سالنګ ولسوالي کې رغول کېږي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ «دوشنبه، جون ۳۰مه» د یوه اجرايي فرمان په لاسلیکولو سره د سوریې پر وړاندې ګڼشمېر اقتصادي بندیزونه لرې کړل.
د سپینې ماڼۍ مطبوعاتي ویاندې کارولین لیویت په یوې خبري ناسته کې ویلي چې دغه چاره د دې لپاره شوې چې سوریه یوې پایښت لرونکې سولې او ټيکاو ته ورسېږي.

د کاپیسا محلي مسوولان وايي چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د «ټيډياېف» پروژې په چوکاټ کې لس نور مخابراتي سایټونه فعالوي.

د خوست د کار او ټولنیزو چارو ریاست اړوند د حرفوي زدهکړو له مرکز څخه د لمريزې برښنا په برابرولو او د موبایل ترميم برخه کې ۸۸ کسان له حرفوي زدهکړو فارغ شول.
د خوست ولايت مقام څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې ياد شمېر ځوانانو ته شپږ میاشتنی حرفوي زدهکړو له بشپړولو وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کړي دي.

په هلمند کې د یوه پانګوال په شخصي لګښت د یوولس میلیونه افغانیو په ارزښت، د طبي زبالو د خوندي سوځولو لپاره پرمختللی «انسناتور ماشین» فعال شوی دی.
دغه ماشین پرون دوشنبه، چنګاښ نهمه، د یاد ولایت د چاپېریال ساتنې ریاست له لوري د یوې ځانګړې غونډې پرمهال ګټېاخیستنې ته سپارل شوی دی.

له طبیعي پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ملي ادارې مسوولان وايي، د هېواد په لسو ولایتونو کې د وروستیو بارانونو او راوتلیو سېلابونو له امله پنځه کسان مړه شوي او اته نور ټپیان دي.

د یادې پروژې پرانیستې مراسمو ته د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست مولوي عبدالطیف منصور، د هلمند والي مولوي عبدالرحمن مسلم کندوزي، د علماوو شورا رییس مولوي محمداسماعیل او ګڼشمېر نورو چارواکو او قومي مشرانو ګډون کړی وو.

د اسلامي امارت یوه پلاوي له مخدره توکو سره د مبارزې د کاري ډلې درېیمه غونډه او د خصوصي سکتور د تخنیکي کمیټې دویمه ناسته کې د ګډون لپاره قطر ته سفر کړی.
د اسلامي امارت پلاوی به دغو غونډو کې د مخدره توکو د مخنیوي او کنټرول لپاره د ګډو هڅو او د نړیوالو همکاریو پراختیا په برخه کې بحث او خبرې وکړي.

له ایرانه د افغانانو د بیرته راستنېدو لړۍ په چټککېدو سره، ناروې د بیرته راستنېدونکو افغانانو وضعیت ته د رسېدنې لپاره یو میلیون ډالر ځانګړي کړي.
د ناروې بهرنیو چارو وزارت ویلي، د جبري ستنولو لړۍ په چټکه کېدو سره، افغانستان کې لومړنۍ اړتیاووې مخ په زیاتېدو دي او روان وضعیت ته د ځواب ویلو لپاره یې دغه بودیجه ځانګړې کړې.