
کابل کې د عاشورا ورځ ونمانځل شوه
کابل کې د محرم لسمه او د عاشورا ورځې د نمانځنې مراسم نن (یکشنبه، د سرطان ۱۵) د سلګونو کسانو په حضور سره ترسره شول.
د دغو مراسمو ګډونوالو د عاشورا ورځې پر ارزښت ټینګار وکړ او وې ویل، امام حسین رض د ظلم او زیاتي پر وړاندې اودرېده او باید لاره یې د مسلمانانو په ځانګړې توګه د ځوانانو الګو ووسي.














