د روسیې ټرانسپورټ وزیر له ګوښه‌کېدو څو ساعته وروسته مړ موندل شوی

د روسیې ولسمشر ولادېمیر پوتین له لوري د یاد هېواد د ټرانسپورټ وزیر «رومن ستاروویت» له دندې څخه تر ګوښه کولو څو ساعته وروسته پلازمېنې مسکو ته نږدې، مړ موندل شوی دی. د روسیې کورنیو رسنیو راپور ورکړی چې ښايي نوموړي ځان‌وژنه کړې وي.

غزه کې ۱۹ اسراییلي سرتېرو ته مرګژوبله اوښتې

د اسراییل پوځ ویلي چې د غزې شمال کې د یوې پېښې پرمهال یې ۵ سرتیري وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي.

اسراییل ټایمز رسنۍ راپور ورکړی چې تېره شپه (دوشنبه، سرطان ۱۶) د غزې «بیت‌حانون» سیمه کې د یوې پېښې پرمهال ۵ سرتیري وژل شوي او ۲ نور ټپیان شوي.

راپور کې ویل شوي، اسراییلي پوځیانو ته نژدې چې پلي روان وو د سړک غاړې ماین چاودنه کړې چې ۱۲ نور پوځیان په کې ټپیان شوي دي.

د افغانستان او پاکستان د سیاسي مشورتي میکانیزم لومړنۍ غونډه وشوه

د اسلامي امارت او پاکستان د بهرنیو چارو وزارتونو ترمنځ د سیاسي مشورتي میکانیزم لومړی پړاو غونډه تېره ورځ دوشنبه اسلام‌آباد کې ترسره شوه.
د بهرنیو چارو وزارت پر اېکسپاڼه لیکلي چې دغه غونډه کې پر دوه اړخیزو سیاسي مسایلو، سوداګرۍ، ټرانزیټي همکاريو، سیمه‌ییز اتصال او نړیوالو سیاسي موضوعاتو بحث او خبرې وشوې.

کورنیو چارو وزارت: ټول نظامیان مکلف دي چې یونیفورم واغوندي

د کورنیو چارو وزارت د یوې تازه پرېکړې له مخې، له دې وروسته به د دغه وزارت ټول نظامي مسوولان او سرتېري مکلف وي چې د دندې پرمهال رسمي یونیفورم واغوندي.

د دغه وزارت ویاند عبدالمتین قانع (دوشنبه، سرطان ۱۶) ویلي چې دغه پرېکړه د نظامي انضباط د پیاوړتیا، د پیژندنې اسانتیا، او د نظم ساتنې لپاره شوې ده.

د اسراییل پوځ: یمن کې مو د حوثیانو پر اهدافو بریدونه کړي

د اسراییل دفاع وزارت وايي چې تېره شپه یې ۲۰ جنګي جېټ الوتکو یمن کې د حوثي وسله‌والو پر اهدافو بریدونه کړي.
اسراییلي رسنیو راپور کړی چې په نښه شویو هدفونو کې د حدیده، راس عیسی او الصلیف بندرونه او د راس خطیب د برښنا سټیشن شامل دی چې له ۵۰ زیات بمونه یې پرې غورځولي.

کابل کې د عاشورا ورځ ونمانځل شوه

کابل کې د محرم‌ لسمه او د عاشورا ورځې د نمانځنې مراسم نن (یکشنبه، د سرطان ۱۵) د سلګونو کسانو په حضور سره ترسره شول.
د دغو مراسمو ګډونوالو د عاشورا ورځې پر ارزښت ټینګار وکړ او وې ویل، امام حسین رض د ظلم او زیاتي پر وړاندې اودرېده او باید لاره یې د مسلمانانو په ځانګړې توګه د ځوانانو الګو ووسي.

ننګرهار کې سېلابونه؛ دوه کسان مړه او ۲۸۰ کورونه له‌منځه تللي

ننګرهار کې چارواکي وايي چې نن «یکشنبه، چنګاښ ۱۵مه» د سېلابونو راوتلو له امله دوه کسان مړه شوي او ۲۸۰ کورونه له‌منځه تللي دي.

ننګرهار د رسنیو دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې سېلابونه په ګوشتې، لعل‌پورې، نازیانو، مومندرې او ښېوې ولسوالي کې راوتلي دي.

افغانستان کې د شپنو ستونزې؛ وچکالي، د اوبو کمښت او د څړځایونو له‌منځه تلل

افغانستان یو غرنی هېواد دی چې له پخوا څخه د خپلو شنو څرځایونو له کبله د څارویو د پاللو لپاره ډېر مناسب ځای ګڼل کېږي او شپانه له یوه غره نه بل غره او له یوې دښتې بلې ته خپله رمه د څرولو لپاره بیایي. په دې راپور کې د ۱۲ ولایتونو له ۲۷ ځوانو شپنو سره خبرې شوې دي.