
لوی اختر او د ځوانانو چمتووالی؛ «له ملګرو سره مې پغمان او باغ بالا ته چکر ځم»
د لوی اختر په درشل کې د کابل ښار یوشمېر ځوانان سلاموطندار ته وايي چې اختر ته یې ځانګړی چمتووالی نیولی او پلان لري چې د خپلو ملګرو او خپلوانو سره یوځای دغه اختر ولمانځي.

د لوی اختر په درشل کې د کابل ښار یوشمېر ځوانان سلاموطندار ته وايي چې اختر ته یې ځانګړی چمتووالی نیولی او پلان لري چې د خپلو ملګرو او خپلوانو سره یوځای دغه اختر ولمانځي.

سلاموطندار د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې له ۳۰۵ نجونو او هلکانو د دوی په ژوند کې د هدف لرلو کچې ارزونې په موخه سروې کړې چې د یادې سروې پایلې ښيي، ۶۰.۹سلنه ځوانان ژوند کې مشخص هدف لري او ۳۹.۱سلنه یې له هدف پرته ژوند کوي. ټولنپوهان د یوې ټولنې بنسټییز رکن ځوانان یادوي او وايي، د دوی فعالیتونه د یوې ټولنې وده کې اغېزمن رول لري.

افغانستان کې ځوانان له بېلابېلو اقتصادي، ټولنیزو او تحصیلي ننګونو سره مخ دي چې کولای شي، د دوی پر هیلو او هدفونو اغېز ولري. دغه نظرپوښتنه، د ځوانانو د هدف لرلو کچې ارزونې، د هدف احتمالي نهلرو لاملونو او د زدهکړو، اقتصادي او ټولنیزو شرایطو سره یې ارتباط په تړاو شوې.

د ښځو حقونو او ټولنیزې پراختیا ته په پام کوچۍ مېرمنې او نجونې لاهم د ژوند له بېلابېلو ننګونو او ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. فقر، په کم عمر کې واده، ښوونیز او روغتیايي خدمتونو ته نهلاسرسی، نورې هغه برخې دي چې کوچۍ مېرمنو او نجونو ته یې ژوند سخت کړی دی.

د مالکیت حق د فردي حقونو له ډلې دی چې هر انسان پورې تړاو لري او جنسیتي او نور توپیرونه نهشي کولای چې یو انسان له دې حق محدود او محروم کړي. خو د مخ پر ودې هېوادونو کې د ښځو مالکیت حق له خنډونو او ستونزو سره مخ دی.
د دې څېړنې بنسټییزه موخه افغانستان کې د مالکیت حق ته د ښځو لاسرسي کچې معلومول دي.

سلاموطندار په پلازمېنه کابل کې د کورنیو ترمنځ «نجونو او هلکانو» ته د غوراوي «انتخاب» حق ورکړې په تړاو له ۳۶نجونو او هلکانو سره مرکې کړې دي.
د مرکو پایلې ښيي چې په کورنیو کې د نجونو په پرتله هلکانو ته د غوراوي «انتخاب» حق ورکړې ته ډېر پام کېږي او نجونې ترې محرومې دي.

افغانستان کې د تېرو نږدې درېوو کلونو پرمهال د ښځو پر زدهکړو او کار محدودیتونه لامل شوي چې دوی ټولنې ته د ورګرځېدو او ځانبسیاینې لپاره په نورو برخو کې کار کولو ته مخه کړي. له یادو مېرمنو اووه یې په کندوز، شپږ یې په بدخشان، څلور یې جوزجان، پنځه یې فراه او یوه مېرمن هم په تخار کې فعالیت کوي.

سلاموطندار د هېواد د ۲۸ ولایتونو د ۷۵۱ ځوانانو ترمنخ یوه سروې کړې چې معلومه کړي، په څومره کچه ځوانان د ورځنیو کارونو ترڅنګ، ورزش ته هم وخت ورکوي. په دې سروې کې ۴۱۸ نارینهوو او ۳۳۳ ښځینهوو ګډون کړی و چې د جنسیت له پلوه ترلاسه شوې پایلې ښيي چې د ښځو په پرتله نارینه ډېر ورزش کوي.

افغانستان کې د ورزشي سیالیو جوړېدل دغه لرغوني هېواد کې اوږده مخینه لري. د انسان سلامتیا لپاره د ورزش اهمیت ته په کتو، دې ته اړتیا وه چې یاده برخه کې پراخې څېړنې وشي، خو د ځوانانو ترمنځ د ورزش په اړه د دوی لیدلوری او دا چې څومره ځوانان ورزش کوي، څېړنه نهده شوې. د همدې لپاره سلاموطندار په دې سروې کې۷۵۱ کسان پوښتلي چې دوی ورزش کوي، که نه؟ څو د نمونوي ارزونې په مرسته دا ومومي چې څومره ځوانان ورزش کوي او همداراز د دوی ترمنځ ورزش څومره اهمیت لري.

افغانستان کې د نجونو او مېرمنو پر زدهکړو-لوړو زدهکړو د محدودیتونو دوام او د ښوونځیو او پوهنتونونو د نهپرانېستلکېدو نامعلوم برخلیک، مېندې د خپلو لورګانو ناڅرګندې راتلونکې په اړه اندېښمنې کړې دي. سلاموطندار په دې راپور کې له ۱۵ هغو مېندو سره مرکې کړي چې د ښوونځیو تړلکېدو له امله یې ځینو خپلې لورګانې واده کړې دي.

واده د کورنۍ او ټولنیز ژوند اساس او بنسټ حوړوي او د ټولنیز تړون له مخې د نر او ښځې ترمنځ د دواړو په خوښه کېږي چې دواړه د متقابل حقونو پر وړاندې یوشان مسوولیت لري.
واده د دیني او ټولنیزو تعریف شویو او ناتعریف شویو ارزښتونو په چوکاټ کې د یوه «هلک او نجلۍ» ترمنځ د تړون «پیوند» په معنی ده چې له مخې یې، د کورنۍ بنسټ کېښودل کېږي.

سلاموطندار له ښوونځیو او پوهنتونونو څخه له راګرځول شویو ۳۰ نجونو سره د مرکو پرمهال موندلې چې د یادو نجونو ترمنځ د «کتاب لوستلو» انګېزه د پام وړ کمه شوې.
د مرکو پرمهال ۱۷ نجونو ویلي چې له ښوونځیو او پوهنتونونو څخه تر راګرځولو وروسته یې د کتاب لوستلو ته انګېزه نهلري او له کتابونو سره یې مخه ښه کړې.

په کابل کې اووهلس ښځو له سلاموطندار سره مرکو کې ویلي چې په ځلونو پر ټولنیزو رسنیو د یوشمېر کسانو لهخوا ځورولې شوي او پر ټولنیزو رسنیو یې امنیت خوندي نهدی. د دغو ښځو له دلې اته هغو ویلي چې پر ټولنیزو رسنیو ځورول کېدو یې پر ژوند سخت منفي اغېز کړی او په ټولنه کې یې نوم ته زیان اړولی دی.

په شپږو ولایتونو کې له ۵۳۰ افغان ښځو او نجونو سره د مرکو پر بنسټ د سلاموطندار د سروې موندنې ښيي چې ۶۱،۱ سلنه ښځې او نجونې چې په دې سروې کې یې ګډون کړی، د ژوند په چارو کې د غوراوي حق نه لري او ۳۹،۹ سلنې یې بیا ویلي چې په ځینو برخو کې د غوراوي حق ورکړل شوی دی. د سروې ګډونوالو بېلابېل عمرونه لرل او ډېره برخه یې له ۲۰ تر ۲۵ کلونو پورې ښځې جوړوي او دا د سروې د ټولو ګډونوالو ۴۹،۲ سلنه کېږي.

د سرپرست حکومت له لوري د تېر ۱۴۰۲کال پرمهال افغانستان کې په ۱۷ بېلابېلو برخو کې ښځو ته سپارښتنې شوې چې د ۱۴۰۰ او ۱۴۰۱ کلونو پرمهال بیا د دې سپارښتنو شمېر ۴۹ ته رسېږي. د سرپرست حکومت په وار وار ویلي، دغه سپارښتنې د ټولنې سمون او په وینا یې، د اسلامي شریعت پلې کولو لپاره ورکول کېږي.

افغانستان کې د وروستیو سیاسي تحولاتو راپدېخوا او له زدهکړو او کار څخه د نجونو او مېرمنو راګرځولو سره هممهاله ګڼشمېر ښځو د لاسي صنایعو او خیاطي زدهکړې ته مخه کړې.
په دې راپور کې له ۳۰ مېرمنو سره مرکې شوې چې د سرپرست حکومت په واکمنېدو سره یې د خیاطي زدهکړې ته مخه کړې ده.