
زوړ تحصیلي نصاب؛ زدهکړیالان: کاري چاپېریال کې له ستونزو سره مخ یوو
سلاموطندار د کار بازار اړتیا ته په کتو د پوهنتونونو تحصیلي نظام په تړاو له ۲۶ زدهکړیالانو سره مرکې کړې دي.
دغه ۲۶ زدهکړیالان چې په بېلابېلو برخو کې پر زدهکړو بوخت دي، ۱۴ زدهکړیالان شکایت کوي چې د پوهنتونونو تحصیلي نصاب نوی نهدی، محدود او د کاربازار اړتیاو سره ورتهوالی نهلري.














