
د سلاموطندار موندنې؛ ۷۹.۵سلنه افغانان د کډوالي انګېزه لري
د هېواد په ۲۰ ولایتونو کې له ۴۰۰ نجونو او هلکانو سره د سلاموطندار د نظرپوښتنې پایلې ښيي چې ۷۹.۵ سلنه دغه ځوانان د کډوالۍ انګېزه لري. دغو ځوانانو ویلي چې خپلو موخو او غوښتنو ته د رسېدو لپاره، نورو هېوادونو ته د تلو په فکر کې دي.
نظرپوښتنه کې راغلي چې بېلابېل دلیلونه لامل شوي چې دوی د کډوالي په فکر کې شي.














