د میدانوردګ د طبیعي پېښو پروړاندې د مبارزې ریاست چارواکي وایي چې د ډيارسي موسسې په همکارۍ یې، په چک ولسوالي کې پر شاوخوا ۳۰۰ بېوزله کورنیو نغدي مرسته ووېشله.
د دغه ولایت د طبیعي پېښو پروړاندې مبارزې ریاست رییس فیضالله جلالي سلاموطندار ته وویل، یادو کورنیو چې د طبیعي پېښو له امله زیانمن شوي وو هرې کورنۍ سره ۲۲ زره افغانۍ او په ټولو بېوزله کورنیو شاوخوا شپږنیم میلیونه او ۵۰۰زره افغانۍ ووېشل شوې.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي زیاته کړه، هڅه کوي چې د میدانوردګ په مرکزي بهسودو ولسوالي کې هم د وروستیو سېلابونو له امله له زیانمنو شویو کورنیو سره ورته مرستې وشي.
باید وویل شي چې له دې وړاندې هم د ډيارسي موسسې له لوري ددغه ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې پر بېوزله او اړو کورنیو ورته نغدي او غیري نغدي مرستې وېشل شوي دي.