د سمنګان ځايي مسوولان وایي، د نږدې دوه میاشتې وړاندې زلزلې له امله زیانمنو شویو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشل شوې.
سمنګان کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې مشر ظهیرالدین همدرد وایي، د سره صلیب او سرې میاشتې د نړیوال فدراسیون (IFRC) په مالي همکارۍ دغه نغدي مرستې د خُلم ولسوالۍ شاوخوا ۵۰۰ زیانمنو کورنیو ته ووېشل شوې.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه وویل، هرې اغېزمنې کورنۍ ته ۱۰ زره او ۵۰۰ افغانۍ ورکړل شوي.
یو شمېر هغو کورنیو چې دغه نغدي مرستې یې ترلاسه کړي خوښي څرګندوي، خو له مرستندویو ادارو د لا ډېرو مرستو غوښتنه کوي.