Asset 1SWN

سلام وطندار

لوګر کې مېرمنو ته د غالۍ اوبدلو روزنیز پروګرام پیل شو

لوګر غالۍ اوبدل (3)

د لوګر د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولان وایي، دغه ولایت کې په لومړي ځل ۶۰ ښځو ته د یوې همکارې موسسې لخوا د غالۍ اوبدلو ښوونیزو پروګرام پیل شو.

د لوګر د صنعت او سوداګرۍ ریاست د مطبوعاتو مسوول ثناګل ګلزار سلام‌وطندار ته وویل، دغه ښوونیز پروګرام څلور میاشتې دوام کوي او یادې میرمنې به د غالیو اوبدلو برخه کې په مسلکي ډول ورزل شي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د هغه په خبره، د زده‌کړې دورې له بشپړېدو سره سم، دوو فارغو زده‌کوونکو ته د غالۍ اوبدلو یو ماشین هم ورکول کیږي.

د صنعت او سوداګرۍ ریاست د مسوولانو په وینا، له دغه زده‌کړه‌ییز پروګرام څخه موخه لوګر کې د غالۍ اوبدولو د صنعت پیل او پراختیا ښودل شوې.

اخوا لوګر کې یو شمېر میرمنې ټینګار کوي چې دغه ښوونیز پروګرام دې پاتې ولسوالیو ته هم وغځول شي او نورو مېرمنو ته دې هم د کار او زده‌کړو زمینه برابره شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام