Asset 1SWN

سلام وطندار

له هرات نړیوالو بازارونو ته د غاليو صادرات زیات شوي

1000111879

د هرات د صنعت او سوداګرۍ خونې مسوولان وایي چې د روان لمریز کال له پیل راهیسې د هرات لاس‌اوبدل شوي غالۍ د ۲۷۰ زرو امریکایي ډالرو په ارزښت بهر ته صادر شوي دي.

د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې اجرائیوي رییس یوسف امین وایي، دغه غالۍ استرالیا، جرمني او اتریش هېوادونو ته لېږدول شوي دي.

هغه زیاتوي چې په لاس‌اوبدل شویو غاليو په صادراتو کې د تېرکال په پرتله څرګند زیاتوالس راغلی دی.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د امین په وینا، تېرکال د ۱۵۵زرو امریکایي ډالرو په ارزښت غالۍ له هرات څخه صادرې شوې وې؛ خو په روان کال کې دا کچه تر ۱۱۶زرو ډالرو زیاته شوې ده.

په لاس‌اوبدل شوې افغاني غالۍ د هېواد یو له مهمو کلتوري او اقتصادي محصول بلل کېږي چې د لوړ کیفیت، اصیلو نقشو او طبیعي رنګونو له امله په نړیوالو بازارونو کې ځانګړې پېژندګلوي او ارزښت لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام