د کاناډا حکومت ویلي، د لومړي ځل لپاره یې د ۲۱ زره پونډ په ارزښت غزې ته د هوا له لارې شاوخوا ۱۰ ټنه بشري مرسته رسولې.
د راپورونو پر اساس، د کاناډا په دغو مرستو کې دال، غوړي، وچې شیدې او ځینې نور خوراکي توکي شاملیږي.
د کاناډا حکومت ویلي چې «دا استثنايي اقدام له خپلو نړیوالو شریکانو سره په ګډه کوي ځکه چې غزه کې بشري مرستو ته لاسرسی خورا محدود دی او بشري اړتیاوې بېساري کچې ته رسیدلي دي.»
دا داسې مهال دی چې رویټرز اژانس د غزې روغتیايي چارواکو په خبره ویلي، ۵ نورو فلسطینیانو هم د لوږې له امله ساه ورکړې ده.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونیسف ویلي وو، د ۲۰۲۴ کال له پیل څخه د روان کال د مې تر پایه، غزه کې څه باندې ۱۶ زره ماشومان خوارځواکۍ سره مخ شوي دي.
همدارنګه ویل ویل شوي چې د غزې شاوخوا ۲.۳ میلیونه نفوس اوس په بشپړه توګه د بهرنۍ مرستې پورې تړلی دی.
د یادونې ده چې اسراییل د روان کال د مارچ له دویمې نېټې راهیسې غزه په بشپړه توګه کلابنده کړې او د بشري مرستو رسولو مخه یې نیولې ده.