Asset 1SWN

سلام وطندار

مزارشریف ښار کې د سمنټي دیوالونو د لرې کولو کمپاین پیل شوی

IMG-20251028-WA0005

د بلخ محلي مسوولان وايي چې په مزارشریف ښار کې له عمومي سړکونو، لارو او کوڅو څخه د سمنټي دیوالو د لرې کولو کمپاین پیل شوی دی.

د بلخ د امنیې قومنداني د معلوماتو له مخې، دغه کمپاین د ریاست‌الوزرا د لارښوونې پربنسټ د مزارشریف ښار د درېیمې امنيتي حوزې له سیمې څخه پیل شوی دی.

د بلخ د امنیې قومنداني ویاند، محمدعیسی وثیق د یاد اقدام موخه د ښار د نظم ټینګېدل او د خلکو د تګ‌راتګ د اسانتیاوو رامنځته کول یاد کړي دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د هغه په وینا، دغه لړۍ به د مزارشریف ښار په ټولو سیمو کې عملي شي او سړکونه او د پلي تګ لارې به د خلکو پر مخ پرانیستل شي.

د مزارشریف ښار اوسېدونکو د دې اقدام هرکلی کړی او وايي، له سمنټي‌ دیوالونو د سړکونو پاکېدو سره به تګ‌راتګ پرمهال خلکو ته اسانتیاوې رامنځته شي او د خلکو ورځنی ژوند به هم ورسره ښه شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام