د افغانستان تولیدي صنایع له خامو طبیعي موادو د استفادې او په لاس د جوړېدو له امله په نړۍ کې ځانګړی نوم لري. دا اثار نهیوازې له تاریخي اړخه ارزښتنمد دي، د افغان خاورې د بډایه فرهنګ ښکارندوي هم کوي چې د افغان مېرمنو په لاس جوړ شوي دي.
په افغانستان کې سره له دې چې مېرمنې د لوړ کیفیت لرونکي محصولات او بېساري لاسي صنایع تولیدوي، خو تراوسه نهدي توانیدلي چې له خپل بشپړ صادراتي ظرفیت څخه ګټه پورته کړي.
د سلاموطندار د لاسي صنایعو له ۳۰ ښځینه سوداګرو سره د مرکو پرمهال موندلې چې د ګمرکونو لوړې تعرفې، د مستقیمو صادراتي لارو نشتوالی، د ټرانسپورټ ستونزې، د حکومت د ملاتړ نشتوالی او د ښځو د تګراتګ محدودیتونه د دوی د سوداګرۍ پروړاندې له اصلي خنډونو څخه دي.
دا مېرمنې وايي چې د خپلو محصولاتو لېږد لپاره اړ دي چې له کارګو استفاده وکړي چې دې چارې د دوی صادرات له ستونزو سره مخ کړي دي. همداراز د توکو بستهبندي او باکیفیته خامو موادو ته نهلاسرسی هم د دوی نورې ستونزې دي.
کابل کې ۳۶کلنه ذکیه وايي: «د لاسي صنایع برخه کې د افغان مېرمنو تولیدات د پام وړ او ځانګړي دي. زموږ د لاسي توکو کار د افغانستان د فرهنګ او هنر دی. ډېرې ستونزې شته، له هغې ډلې د ټرانسپورټ او ګمرک ستونزه چې مېرمنې یې، لري او د تګراتګ محدودیت او د توکو لېږد کې هم ستونزه شته.»
۳۰کلنه معروفه، چې په هرات کې یوه سوداګره ده، وايي: «موږ نهیوو توانېدلي چې مشهورو نړیوالو بازارونو ته ورسېږو او دا یوه لویه ستونزه ده. موږ لا دمخه د خپلو صادراتو سره ستونزې لرو. زموږ د صادراتو لاره مستقیمه نهده؛ د مثال په توګه، موږ هرات کې ژوند کوو او اړتیا لرو چې کابل ته او له کابل څخه نور هېوادونو ته یې، ولېږو.»
۲۸کلنه ذکیه چې فاریاب کې سوداګري کوي، وايي: « موږ ډېر لږ بهرني پېرودونکي لرو چې اکمالات یې موږ د کارګو له لارې کوو چې ډېر په لوړ قیمت هم تمامېږي. موږ لاهم هڅه کوو چې په خپلو پښو ودرېږو. حکومت لهخوا هېڅ ملاتړ نهدی شوی، تراوسه هېڅ نادولتي سازمان زموږ د محصولاتو په صادرولو کې مرسته نه ده کړې.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
بلخ کې ۴۵کلنې سوداګرې نیلوفر وویل: «نه دولت او نه هم کوم سازمان مرسته کړې تراوسه، کومه پروژه یا دا چې زموږ لاس ونیسي، نهدي شوي. یوازې موږ خام مواد له بازار اخلوو، برابروو او بېرته یې، بازار ته وړاندې کوو.»
۲۴کلنه پریسا چې د هرات اوسېدونکې ده، وايي، د صادارات برخه کې د ښوونې نشتوالی، پر ټولنیزو رسنیو د خپل توکو تبلیغاتو د اعلان سره نهبلدتیا او نندارتونونو کې د مېرمنو محدودیت د خپل کاروبار پروړاندې شته ستونزې ګڼي.
نوموړې وویل: «بهر ته د صادراتو د پروسې په اړه د پوهاوي نشتوالی، د ټولنیزو رسنیو/ټولنیزو شبکو لکه ویب پاڼو او د بازارموندنې او اعلاناتو لپاره د مختلفو پاڼو کارولو په اړه د پوهاوي نشتوالی، په ملي او نړیوالو نندارتونونو کې د افغان لاسي صنایعو معرفي کولو لپاره د ښځو د ګډون نشتوالی او قوي مالي سرچینو او اسانتیاوو ته نه لاسرسی چې کولای شي د مختلفو کڅوړو او بستهبندۍ سره لوړ کیفیت لرونکي صنعت رامنځته کړي او نړیوال معیار رامنځته کړي؛ زموږ له لویوو ننګونو څخه دي.»
د اقتصادي چارو یوشمېر کارپوهان او د ښځو حقونو فعالان ټينګار کوي چې اقتصادي برخو کې د ښځو ونډه د هېواد پراختیا او پرمختګ ته اغېزمن رول لري. دوی وايي، سرپرست حکومت باید بېلابېلو برخو کې د سوداګرو مېرمنو فعالیت ته زمینه برابره کړي.
د اقتصادي چارو کارپوه عبدالنصیر رشتیا وايي: «یوه ټولنه کې د ښځو له شتون پرته، هغه ټولنه وده نشي کولی؛ پخوا، د صادراتو ۸۰ سلنه لګښتونه د نړیوالو سازمانونو او مرستندویه ادارو له لوري ورکول کېدل او پاتې نور یې پخپله سوداګرو ورکول، خو اوس سوداګر مجبور دي چې خپله لګښت ورکړي. له یوې خوا هېواد په وچه کې ایسار دی او موږ خلاصو اوبو ته لاسرسی نهلرو. له بلخوا، افغانستان د خپلو محصولاتو د صادرولو لپاره د نړۍ د اوسپنېپټلۍ شبکې سره وصل نهدی او یوازینۍ لاره چې پاتې ده هوايي لاره ده چې ګران او غیر اقتصادي دی. د افغانستان حکومت باید د ښځو او ټولو افغان سوداګرو لپاره د صادراتو ډېر فرصتونه برابر کړي.»
د ښځو د حقونو فعاله، زلیخا ابرام اماني وايي: «حکومت او خلک یو له بل سره نږدې اړیکې لري. حکومت باید د ښځو د سوداګرۍ لپاره کار وکړي؛ داسې شرایط رامنځته کړي چې ښځې وکولای شي، خپل محصولات په نړیواله کچه وړاندې کړي. د دې په کولو سره، ښځې کولای شي په ټولنه او نړیوال بازار کې خپل اصلي مقام ترلاسه او یوازې ښځې کولی شي د هڅو او استقامت له لارې خپل اصلي مقام ترلاسه کړي؛ ځکه چې د افغانانو لاسي صنایع ډېر ځانګړی شهرت او حیثیت لري او د دوی محصولات د حکومت او خلکو ملاتړ ته اړتیا لري، څو خپل کار او لید ته وده ورکړي.»
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولان وايي چې بېلابېلو برخو کې یې، له افغان سوداګرو مېرمنو ملاتړ کړی دی.
د یاد وزارت ویاند اخوندزاده عبدالسلام جواد وايي: «د صنعت او سوداګرۍ وزارت په ټولو برخو کې د ښځینه متشبثینو ملاتړی دی او له دوی یې خپل ملاتړ کړی. د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې زرګونه ښځې په عملي توګه د صنعت او پانګونې په مختلفو سکتورونو کې په کار بوختې دي او ټولو هغو نندارتونونو کې چې د دوی د پانګونې د ودې لپاره جوړېږي. د دوی لپاره د پام وړ ونډه په پام کې نیول کېږي او دوی کولی شي د خپلو محصولاتو لپاره ښه بازارموندنه ولري او له بلخوا، خپل کاروبار ته دوام ورکړي.»
هڅه مو وکړه چې د افغان ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې نظرونه هم ترلاسه کړو، خو د پرلهپسې زنګونو سره سره، ځواب رانکړل شو.
نړیوال بانک د «ښځو، تجارت او قانون» تر سرلیک لاندې یوه راپور کې افغانستان د هغو هېوادونو د جدول په وروستي ځای کې اعلان کړی چې مېرمنې یې، سوداګرۍ کې تر ټولو کمه ونډه لري. دا راپور څرګندوي چې افغانستان کې د نظام بدلون او د ښځو پر زدهکړو او کار محدودیتونه د یاد هېواد اقتصاد ته جدي زیان رسولی او د مېرمنو او نجونو هوساینه یې هم ګواښلې.