Asset 1SWN

لوګر کې په ۷۲ ميليونه افغانيو شپږو ښوونځيو ته ودانۍ جوړېږي

۰۱۰۱۰

د لوګر پوهني رياست چارواکي وايي چې د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې ادارې یا (UNICEF) له لوري په مرکز پل‌علم او محمداغې ولسواليو کې د شاوخوا ۷۲ميليونه افغانيو په مالي لګښت شپږ ښوونځيو ته نوې ودانۍ جوړېږي.

د دغه ولايت پوهنې رياست وياند شاه‌پور عرب سلام‌وطندار ته وويل، «دا ښوونځي د پوهنې ریاست د پرله‌پسې غوښتنو او هلو-ځلو په نتېجه کې د پوهنې له وزارت سره په همغږۍ د ملګروملتونو د ماشومان ملاتړ صندوق (UNICEF) په مالي ملاتړ د (HHOA) موسسې په همکارۍ د شاوخوا ۷۲ میلیونه افغانیو په لګښت د راتلونکو شپږو میاشتو په موده کې جوړېږي.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

عرب زياته کړه، په جوړېدونکو ښوونځیو ودانيو کې په مرکز پل‌علم کې د پښتون‌اباد، ده مغلان، بي‌بي عایشې، احمدجان او کمال‌خېل او په محمدآغې ولسوالي کې د صالح محمد ښوونځي شامل دي.

د نوموړي په وینا، یاد ښوونځي به په یوه پوړ کې په پاخه او اساسي ډول جوړ شي او هر یو به یې شپږ درسي ټولګي، یوه اداري خونه احاطوي دېوال، د لاس‌مینځلو ځایونه، د لمریزې برښنا سېسټم او میزونه ولري.

پوهنې رياست وياند زياتوي، د نوموړو ښوونځیو په جوړېدو سره به د شاوخوا ۱۰زره زده‌کوونکو د سرپناه نشتون ستونزه هواره او هم به ورته د زده‌کړو لازم او خوندي چاپېریال برابر شي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

بايد وويل شي چې د لوګر پوهنې ریاست دا مهال په مرکز او ولسوالیو کې  ټول ټال ۲۸۲ ښوونځي لري، چې ۸۲ ښوونځي یې لاهم ودانۍ نه لري او زده کوونکي یې له پراخو ستونزو سره سره تر شنه اسمان لاندې زده کړې کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام