Asset 1SWN

سلام وطندار

پکتیکا کې د ۹ ښوونځیو او یوې مدرسې لپاره ودانۍ جوړې شوې

خوست ښوونځی

د پکتیکا فرضي کرښي سره پرتو ولسوالیو تروه، وړممۍ، نعمت‌اباد، برمل او شکين ولسواليو کې نن ورځ چهارشنبه د ۹ ښوونځیو او یوې دیني مدرسې د جوړېدو چارې بشپړې شوې او د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د ولايتي مسولانو لخوا پرانيستل شوې.

د يادو ښوونځيو او مدرسې وداني د اسلامي امارت د مشرتابه د ځانګړې حکم له مخې د ډيورنډ فرضي کرښې سره پرتو ولسواليو کې جوړې شوې چې ۶۰ میلیونه افغانۍ لګښت پرې شوی.

د يادو ودانيو پرانيستې مراسمو کې د پکتیکا والي مولوي عبدالخالق عابد ويلي: «د یادو ښوونځیو او مدرسې ودانيو پرانیستنه به په دې سیمو کې د زده‌کړو د ودې او د پوهنې د کیفیت په ښه والي کې مهم رول ولوبوي.»

يادو مراسمو کې د پکتیکا پوهنې رییس مولوي عبدالوکیل خالد وویل، د دغو ودانیو په جوړېدو سره به زرګونه زده‌کوونکو ته مناسب تعلیمي چاپېریال برابر شي او په دې سره به زده کوونکي د لمر او اورښتونو پرمهال خوندي او زده کړيز بهير به يې له خنډ او ځنډ سره نه مخ کيږي.

د مالوماتو له مخې، یادې نوې جوړې شوې ودانۍ هر یوه یې ۸ درسي خونې، احاطه، د پاکو اوبو سیستم او معیاري تشنابونه لري.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام