Asset 1SWN

د برېټانیا جېټ‌الوتکو پولنډ کې د ناټو لومړنی دفاعي ماموریت ترسره کړی

poland-2_polish_air_force

د برېتانیا حکومت اعلان کړی چې د دې هېواد جګړه‌ییزې جېټالوتکې د لومړي ځل لپاره د ناټو د هوايي دفاع په چوکاټ کې له پولنډ څخه پرواز کړی دی.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دا ماموریت د «ایسترن سنټري» په نوم د ناټو د نوې دفاعي ستراتیژۍ برخه ده چې موخه یې د ختیځې اروپا د هوايي حریم ساتنه بلل شوې.

د برېتانیا د دفاع وزیر جان هیلي ویلي، د یاد عملیاتو پیغام څرګند دی: «د ناټو هوايي حریم به په کلکه دفاع شي.» دا ګام وروسته له هغې پورته کېږي چې د روانې میاشتې په لومړیو کې د روسیې بې‌پیلوټه الوتکې د پولنډ هوايي حریم ته ننوتلې وې.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


پولنډ چې د اوکراین ګاونډی هېواد دی، د جګړې له پیلېدو راهیسې د روسي توغندیو او ډرونونو له مستقیم ګواښ سره مخ دی. ناټو په وار وار ټینګار کړی چې د غړو هېوادونو پر هوايي حریم هر ډول برید به د ټول ائتلاف پر ضد برید بلل کېږي.

کارپوهان باور لري چې د برېتانیا د جټ‌الوتکو استول، نه یوازې د پولنډ د امنیت ضمانت کوي، بلکې مسکو ته دا پیغام ورکوي چې ناټو د هر ډول سرغړونې پر وړاندې متحد دریځ لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام