Asset 1SWN

برتانیې اوکراین سره تازه مرسته اعلان کړه

FILE PHOTO: Ukraine flag and British Union flag fly from British government buildings as people ride on the London Eye wheel attraction, in London, Britain, February 23, 2024. REUTERS/Toby Melville/ File Photo

په داسې حال کې چې نن سه‌شنبه پر اوکراین د روسیې د برید څلور کاله پوره کیږي، برتانیې کي‌یف سره د ۵۵.۷ میلیون پونډ په ارزښت تازه مرسته اعلان کړه.

رویټرز اژانس نن سه‌شنبه حوت ۵ / فبروري ۲۴ راپور ورکړی چې اوکراین سره د برتانیې حکومت دغه مرستې به نظامي، بشري او د بیارغونې په برخو کې ولګول شي.

له ۲۰۲۲ کال راهیسې د اوکراین او روسیې ترمنځ جګړه کې چې څلور کاله یې پوره شول، له دواړو خواوو سلګونه زره کسانو ته مرګژوبله اوښتې.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


خو امریکا دې وروستیو کې هڅې پیل کړي، څو دغې خونړۍ جګړې ته یوه سوله‌ییزه حل‌لاره پیدا کړي.

د امریکا، اوکراین او روسیې استازو وروستی ځل تېره اونۍ سویس کې د خبرو درېیم پړاو ترسره کړ او د امریکا ځانګړي استازي سټیو ویټکاف هغه مهال وویل: «موږ ویاړو چې د هغه تر مشرۍ لاندې د دې خونړۍ جګړې د درولو لپاره کار کوو.»

د امریکا استازي زیاته کړې چې دواړو لورو هوکړه کړې، څو خپل مشران به د پرمختګونو په اړه خبر کړي او د یوې هوکړې د ترلاسه کولو لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام