بريتانيا اعلان کړی چې د اوکراين لپاره د احتمالي سرتېرو د لېږلو د چمتووالي په موخه به ۲۰۰ ميليونه پونډه (شاوخوا ۲۷۰ ميليونه ډالره) ځانګړي کړي.
دا پرېکړه وروسته له هغه شوې چې لندن د اوربند په صورت کې اوکراين ته د يوې څو مليتي قوې د ملاتړ ژمنه وکړه.
د بريتانيا لومړي کيرسټارمر، د فرانسې ولسمشر اېمانوېل مکرون او د اوکراين ولسمشر ولودېمېر زېلېنسکي د اوکراين د متحدينو د «رضاکارو ایتلاف» په غونډه کې د نيت اعلاميه لاسليک کړه چې پهکې د راتلونکې احتمالي پوځي استقرار چوکاټ بيان شوی دی.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د بريتانيا دفاع وزير جان هيلي چې د جمعې پر ورځ يې د اوکراين پلازمېنې کېیف ته سفر کړی و، وويل، دا پيسې به د پوځي وسايلو د عصري کولو، د مخابراتي سيستمونو د پياوړتيا، د بېپيلوټه الوتکو پر ضد د ساتنې او د سرتېرو د چمتووالي لپاره ولګول شي.
دا اعلان څو ساعته وروسته له هغه شوی چې روسيې يو ځواکمن هايپرسونيک توغندی، توغولی چې د اوکراين اروپايي متحدينو دا د ملاتړ د کمزوري کولو هڅه وبلله.
فرانسې ويلي چې زرګونه سرتېري به اوکراین ته ولېږي، خو بريتانيا لا د خپلو سرتېرو شمېر نهدی روښانه کړی.