Asset 1SWN

فراه کې شراب‌جوړونکي او کوډګر نیول شوي

1764137755745

فراه کې چارواکي وايي چې دغه ولایت کې د یوې مېرمنې په ګډون درې کوډکر او درې شراب‌جوړونکي نیول شوي دي.

د فراه د امربالمعروف او نهې‌‌عن‌المنکر رییس عبدالحمید صمیم وايي چې دغه کسان پرون سه‌شنبه، لیندۍ څلورمه، د بالابلوک او پشت‌کوه ولسوالیو کې نیول شوي دي.

 په ورته مهال د نوموړي په وینا، د یاد ولایت په مرکز کې هم درې شراب‌جوړونکي نیول شوي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


صمیم زیاته کړه چې له نیول شویو کسانو څخه د کوډو وسایل، پیسې، کتابونه، څلور بوتله شراب، یو کیلوګرامه چرس او ۱۵ پاکټه نشه‌لرونکې ګولۍ ترلاسه شوي.

د فراه ځايي چارواکو په وینا، د روان کال له پیله تر دې مهاله ۱۵ کسان د کوډو او جادوګرۍ په جرم نیول شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام