Asset 1SWN

د سینې سرطان؛ دېر وزن، هورموني درمل او سترس یې لاملونه دي

Breast-Cancer-min

د اکتوبر میاشت له وخت وړاندې د سینې سرطان د تشخیص پر اهمیت د ټينګار په تړاو د عامه پوهاوي د لوړولو په موخه، د یادې ناروغي د پوهاوي میاشتې په توګه پېژندل کېږي.

افغانستان کې د «سرطان د تشخیص او درملنې» یا این‌سي‌سي‌پي روغتون مسوولان وايي چې د مېرمنو د پوهاوي کچې کموالی، پر وخت د درملنې لپاره روغتونونو ته نه مراجعه او د درملیزو خدمتونو کمښت، لامل شوی چې هېواد کې ښځې د سینې پر سرطان اخته شي.

د ډاکټرانو په وینا، د ژوند ناسم سبک، د شیدو نامنظمه ورکړه، ډېر وزن، له هورموني درملو استفاده، د هورمونونو بدلون، جنیتیک او  ډېر سترس د سینې سرطان د ناروغیو له لاملونو څخه شمېرل کېږي.

د کابل د NCCP روغتون د سینې د سرطان جراح ډاکټره سمیرا شهیر رحیمي وایي، د ښځو د نه‌پوهاوي او د فقر له امله ډېری ناروغې ښځې هغه مهال روغتون ته مراجعه کوي چې ناروغي یې ډېر پرمختګ کړی وي او یا د سینې پرې کولو ته اړتیا پېښېږي او یا هم د ژوند له لاسه ورکولو خطر سره مخ وي.

رحیمي زیاتوي: «موږ داسې پېښې درلودې چې ځوانې نجونې د دې ناروغۍ ښکار شوې وې، خو د فقر یا د روغتیایي خدماتو د نشتون له امله یې پر وخت درملنه نه ده کړې. یوه ناروغه مو داسې درلوده چې پنځه کاله له دې ناروغۍ سره مخ وه، خو مراجعه یې نه وه کړې، اوس یې سینه بشپړه تخریب شوې ده.»

بل‌خوا، نجم‌السماء شفاجو، د ښځینه ډاکترانو د انجمن رئیسې، سلام‌وطندار ته ویلي چې ناسالم ژوند، د هورموني درملو بې‌مشورې کارونه، د حیض وختي پیل او ناوخته بندېدل، د سینې سرطان خطر زیاتوي.

شفاجو وایي: «د شیدو کم ورکول، د حیض وختي پیل او ناوخته بندېدل، فزیکي فعالیت کمښت او د هغو درملو کارول چې د اولادونو ترمنځ د وقفې لپاره وي، په ځانګړي ډول هغه چې ستروجن ولري؛ د سرطان خطر زیاتوي. یوازې پنځه فیصده ښځې ممکن دا ناروغي په میراثي ډول ولري، خو هغه ښځې چې لوړ فشار، شکر، ډېر فشار (سترس) او د تغذیې کمښت ولري، د سینې د سرطان د خطر تر ټولو زیاتې ښکار دي.»

د نسايي-ولادي برخې متخصص سونیتا بهرام وايي چې سینو کې د کتلو رامنځته‌کېدل او خفیف دردونه د دې ناروغي له لومړیو نښانو څخه دي.

هغه وايي: «په لومړیو کې ممکنه ده چې دا ناروغي ژر څرګنده نه شي، خو وروسته د سینې دننه کوچنۍ او کلکې ټوټې، یا هم لویې او خوځنده کتلې جوړېږي چې کله ښځه متوجه شي، باید خپلې نښې جدي ونیسي. لومړنی تشخیص خپله ښځه کولای شي، خو د دقیقې معلومونې لپاره فزیکي معاینې، الټراسوند او بالاخره د (MRI) اړتیا وي.»

په ورته مهال، ۳۵ کلنه یاقوت د هلمند اوسېدونکې ده چې له دوو کلونو راهیسې د سینې سرطان له ناروغۍ سره مبارزه کوي. هغې سلام‌وطندار ته وویل چې د دې ناروغۍ په اړه یې هېڅ معلومات نه‌لرل او اوس چې درملنه پیل کړي، ډاکټران یې د جراحي سپارښتنه کوي.

یاقوت وایي: «له دوو کلونو راهیسې ناروغه یم، کابل ته راغلم، دلته مې معاینې او عکاسي وشوې، ډاکټرانو تشخیص وکړ چې په ښي سینه کې مې سرطان دی. له شپږو میاشتو راهیسې واکسین اخلم، خو اوس ډاکټرانو ویلي چې باید عملیات وکړم.»

همدارنګه، ۲۸ کلنه حفیظه د کابل اوسېدونکې ده چې یوازې له پنځلسو ورځو راهیسې یې د درملنې لپاره روغتون ته مراجعه کړې.

هغې وویل: «شاوخوا دوه کاله کېږي ناروغه یم، خو یوازې پنځلس ورځې کېږي چې د درملنې لپاره راغلې یم. څو روغتونونو ته لاړم، یوازې د معایناتو لپاره مې ۲۵ زره افغانۍ مصرف شوې. اوس تازه تشخیص شوی چې سرطان لرم او بستر شوې یم، نه پوهېږم وضعیت به مې څنګه وي.»

ډاکټران ټینګار کوي چې د ښځو د پوهاوي لوړول، د منظمې روغتیايي معاینې دودول او د ناروغۍ د نښو پر وخت تشخیص کول، د سینه‌ي سرطان د درملنې او د ښځو د ژغورنې لپاره حیاتي اهمیت لري.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


په داسې حال کې چې د سینه‌ي سرطان د پېښو شمېر په افغانستان کې د تیرکال په پرتله زیات شوی، د امارت اسلامي د عامې روغتیا وزارت وایي، د سرطاني ناروغانو د درملنې لپاره یو ۲۰۰ بستریز تخصصي مرکز به ډېر ژر پرانستل شي.

د دغه وزارت ویاند، شرافت زمان امرخیل، سلام‌وطندار ته وویل: «د دې لپاره چې وکولای شو د سرطاني ناروغانو لپاره ښه روغتیايي خدمتونه وړاندې کړو، تېرکال مو د یوه روغتون ترمیمي کارونه پیل کړل، یوه ودانۍ مو د دې ځانګړي مرکز لپاره ځانګړې کړې، د بشري ځواک روزنه روانه ده او د تجهیزاتو برابرولو کار هم دوام لري. یوازې د رادیوتراپي برخه کې یو څه کمښت شته چې ان‌شاءالله ډېر ژر به هغه هم بشپړ شي.»

بل‌خوا، د کابل د NCCP (د سرطان د تشخیص او درملنې مرکز) مسؤلین وايي، د ښځو د نه‌پوهاوي او ناوخته مراجعه له امله د سینه‌ي سرطان پېښې ورځ تر بلې ډېرېږي.

د دوی په وینا، ډېری ښځې هغه مهال درملنې ته ورځي چې ناروغي یې پرمختللې وي او د ژوند د ژغورنې لپاره د سینې پرېکولو یا نورو جدي عملیاتو ته اړتیا پېښېږي.

د نړیوالو روغتیایي بنسټونو د راپورونو له مخې، یوازې په ۲۰۲۵ کال کې له ۲۰۰ زرو ډېرې ښځې د سینه‌ي سرطان په ناروغۍ اخته شوې دي، او د دې ناروغۍ له امله د مړینې کچه هم هر کال په لوړېدو ده.

روغتیاپالان ټینګار کوي چې د ښځو د پوهاوي لوړول، د وختي تشخیص دودول او منظم روغتیایي معاینات کول، د دې ناروغۍ د مخنیوي او درملنې لپاره خورا مهم دي.

 

 

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام