Asset 1SWN

د برازیل ولسمشر: له ټرمپ سره خبرو ته نه کېنم

Brazil's President Luiz Inacio Lula da Silva speaks during an interview with Reuters at the Alvorada Palace, in Brasilia, Brazil, August 6, 2025. REUTERS/Adriano Machado

 د امریکا له لوري پر برازیل د ګمرکي تعرفو د ۵۰سلنې زیاتوالي په غبرګون کې د یاد هېواد ولسمشر لوییز ایناسیو لولا دا‌سیلوا ویلي چې ډونالډ ټرمپ سره د خبرو نیت نه‌لري.

لولا د چهارشنبې پر ورځ له «رویټرز» سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل، دامهال له ټرمپ سره خبرې «شرموونکي» دي، او تر هغه وخته به خبرې ونه‌کړي، څو ډاډ ترلاسه کړي چې ټرمپ په رښتینې توګه د خبرو اراده لري.

سره له دې چې امریکا پر برازیل بې‌ساری اقتصادي فشارونه راوستي، لولا وویل برازیل لاهم د مقابلې لپاره د تعرفو د لګولو پرېکړه نه ده کړې.

نوموړي زیاته کړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو هڅې د وزیرانو په کچه روانې دي او د دغه هېواد اقتصاد کافي پیاوړتیا لري چې له دې ننګونو سره مبارزه وکړي. لولا ژمنه وکړه چې د کورنیو سیاستونو له لارې به د خپلو تولیدوونکو ملاتړ وکړي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


لولا د دواړو هېوادونو ترمنځ اوسنۍ اړیکې په تېرو ۲۰۰کلونو کې تر ټولو خرابې وبللې.

لولا همداراز د ۱۹۶۴کال د کودتا یادونه وکړه چې په‌کې د امریکا لاس و او د ټرمپ وروستي ګامونه یې د برازیل ملي حاکمیت ته سپکاوی وباله. هغه وویل، هېڅ ولسمشر ته دا نه ښايي چې بل ولسمشر ته سپکاوی وکړي او د مثال په توګه یې د ټرمپ چلند له اوکرایني او سوېلي‌افریقا مشرانو سره یاد کړ.

لولا زیاته کړه چې د بریکس غړو هېوادونو ترمنځ د یومنظم غبرګون لپاره هڅې روانې دي او دا امکان هم شته چې له امریکا د سوداګرۍ نړیوال سازمان (WTO) ته شکایت وشي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام