Asset 1SWN

سلام وطندار

لوګر کې د بوکسینګ ورزشي سیالي وشوې

IMG-20260410-WA0006

د لوګر د بدني روزنې او ورزش امریت چارواکي وايي چې د بوکسینګ فدراسیون له لوري، د یاد امریت په همکارۍ، د ولایت په مرکز پل‌علم ښار کې د ۵۰ غوره جوړو ترمنځ د بوکسینګ سیالۍ ترسره شوې.

د دغه ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت امر، انجینیر مزمل نعیم‌زي، سلام‌وطندار ته وویل چې د یادو سیالیو موخه د بوکسینګ ورزش ته وده ورکول، د ورزشکارانو ترمنځ د اړیکو او همغږۍ پیاوړتیا، او د غوره لوبغاړو پېژندنه وه.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


نوموړي زیاته کړه، چې دغه سیالۍ د لوګر ولایت د مرکز او بېلابېلو ولسوالیو د ورزشکارانو ترمنځ ترسره شوې، چې سلګونو نندارچیانو هم پکې ګډون کړی و.

د هغه په وینا، د سیالیو په پای کې بریالیو ورزشکارانو ته مډالونه او د اتلولۍ سندونه ورکړل شول. همدارنګه، له روزونکو، قاضیانو او د سیالیو له تنظیموونکو څخه هم مننه او ستاینه وشوه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام