Asset 1SWN

سلام وطندار

د اسراییلو بمباري؛ له خان‌یونس ۴ ورځو کې ۱۸۲زره کسان بې‌ځایه شوي

TOPSHOT-PALESTINIAN-ISRAEL-CONFLICT-8-2-1715278379

ملګري ملتونه وايي چې د غزې په خان یونس ښار کې د روانې سختې بمبارۍ او جګړې له امله د تېرو څلور ورځو  پرمهال له دغه ښاره شاوخوا ۱۸۲زره خلک بې‌ځایه شوې دي.

د ملګروملتونو د بشردوستانه مرستو اژانس «اوچا» په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې خان یونس کې د جګړې شدید لامل شوی چې د غزې په بېلابېلو برخو کې د کورنیو بې‌ځایه شویو نوې څپې رامنځته کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یاد سازمان په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د تېرې اوونۍ له دوشنبې تر پنج‌شنبې د خان یونس له مرکزي او ختیځو سیمو څخه ۱۸۲زره کسان بې‌‌ځایه شوي او سلګونه نور ایسار پاتې دي.

د الجزیرې خبري شبکې د راپور له مخې، د اسراییلو پوځ تېره دوشنبه، د دې سوېلي ښار له ځینو برخو خلکو ته د وتلو امر وکړ او اعلان یې وکړ چې په زور به یادو سیمو کې عملیات کوي.

یادې سیمې د خان یونس تر ټولو امنې او د خلکو لپاره خوندي سیمې بلل کېدې.

د فلسطیني چارواکو په وینا، له هغه وخت راهیسې چې اسراییلو پر غزې برید پیل کړی، تر دې مهاله څه باندې ۳۹زره کسان وژل شوي او له ۹۰زره ډېر نور ټپیان شوې دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

له اسراییلو هم د جګړې په یاده موده کې ۱۱۳۹ کسان وژل شوي او لسګونه نور لاهم له حماس ډلې سره برمته نیول شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام