Asset 1SWN

سلام وطندار

پاکستان کې چاودنه؛ لږترلږه ۲۴ کسان وژل شوي

201027154846-peshawar-blast-01

د پاکستان د خېبرپښتونخوا په یوه لرې پرته سیمه کې د چاودنو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون، لږترلږه ۲۴ کسان وژل شوي دي.

نړیوالو رسنیو د سیمه‌ییزو چارواکو په حواله راپور ورکړی چې دغه پېښه پرون دوشنبه د «تیرا دره» کې رامنځته شوې ده. د پولیسو د لومړنیو معلوماتو له مخې، چاودنې هغه مهال وشوې چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) اړوند یوې اډې کې د وسله‌والو له لوري د درنو وسلو او چاودېدونکو توکو زېرمې ساتل کېدې.

الجزیرې خبري شبکې راپور ورکړی چې په پېښه کې ۱۴ ملکي وګړي او ۱۰ وسله‌وال وژل شوي دي. په وژل شویو وسله‌والو کې د ټي‌ټي‌پي دوه سیمه‌ییز قومندانان هم شامل دي. د اسوشیتېدپرس د راپور له مخې، لږترلږه ۱۰ ملکي کسان چې ښځې او ماشومان هم په‌کې دي، د چاودنو قرباني شوي دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د سیمې پولیس افسر ظفر خان، ویلي چې په چاودنو کې د سیمې ګڼ کورونه ویجاړ شوي او ملکي خلکو ته یې درانه زیانونه اړولي دي. د هغه په وینا، د وسله‌والو له لوري په پټه د بارودو او وسلو زېرمه کولو له امله دا خونړۍ پېښه رامنځته شوې.

د پاکستان دولت تراوسه په رسمي ډول د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي، خو د سیمې خلکو ویلي چې د چاودنو غږ په لسګونو کیلومتره کې اورېدل شوی او د سیمې وضعیت تر ډېره ګډوډ دی.

یادونه کېږي چې د خیبرپښتونخوا په قبایلي سیمو کې وخت ناوخت د وسله‌والو ډلو اډې او د وسلو زېرمې نښه ګرځي چې ډېری وخت د ورته چاودنو لامل کېږي او د ملکي خلکو د مرګ‌ژوبلې سبب هم ګرځي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام