د پاکستان د بلوچستان ایالت اړوند د موټرو تمځای کې د بمي چاودنې له امله لږترلږه شپږ کسان وژل شوي دي.
پېښه د بلوچستان په چمن کې رامنځته شوې ده.
ځايي چارواکو پاکستاني رسنیو ته ویلي چې پنځه کسان د چاودنې له امله ځای پر ځای وژل شوي او یوه کس وروسته په روغتون کې سا ورکړه.
د وژل شویو دوو کسانو هویت د چمن اوسېدونکو په توګه تایید شوی دی. چارواکي وايي د چاودنې څرنګوالی لامعلوم نه دی او پلټنې روانې دي.
د بلوچستان د کورنیو چارو وزارت پېښه غندلې او ویلي یې دي چې عاملین به ژر ونیول شي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
تراوسه هېڅ چا یا کومې وسلهوالې ډلې د دې برید مسوولیت پر غاړه نه اخیستی. پېښه د افغانستان پولې ته نږدې شوې، په داسې حال کې چې د افغان کډوالو ستنېدنه له همدې لارې روانه ده.
په بلوچستان کې وسلوالې ډلې وخت ناوخت پر حکومتي ودانیو، پوځ او پولیسو بریدونه کوي.
د سپټمبر پر دویمه په کوېټه کې هم چاودنه شوې وه چې ۱۳کسان پهکې وژل شوي وو. د دې ټولو ترڅنګ، بلوچستان کې بلوڅ بېلتون غوښتونکې ډله وخت ناوخت د بریدونو مسوولیت پر غاړه اخلي او له کلونو راهیسې د بېلتون جګړه پر مخ وړي.