Asset 1SWN

سلام وطندار

خوست کې نیول شوي مرغان بېرته ازاد طبیعت ته خوشې شوي

a6c329b5-3329-4358-b212-de7c778cd243

د خوست چارواکي وايي چې یاد ولایت کې یوشمېر مرغان د ښکاریانو له منګولو خلاص او بېرته خپل طبيعي چاپېریال ته خوشې شوي دي.

د خوست ولایت مقام څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د چاپېریال ساتنې ریاست نظارتي ټیم له لوري د شنې قطعې په همکارۍ د مرغانو خرڅلاو بازار څخه د نظارت په ترڅ کې، یوه غرنۍ بیزو او درې وزره وحشي مرغان غرنیزو سیمو کې بېرته خپل طبيعي چاپېریال ته خوشې شوې دي.

خبرپاڼه کې راغلي چې د چیک‌‌پواينټونو مسوولانو ته سپارښتنه وشوه چې د وحشي ژویو او الوتونکو د نیولو په برخه کې له قانوني اصولو سره سم عمل وکړي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


خبرپاڼه زياتوي چې د ریاست‌الوزرا د عالي مقام د حکم له مخې، هېواد کې د وحشي ژویو، مرغانو او کبانو ښکار او قاچاق په بشپړه توګه بند دی.

همداراز د یاد حکم پربنسټ، هر هغه څوک چې له دې امر څخه سرغړونه وکړي، د قانون منګولو ته به وسپارل شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام