کابل، هرات، بدخشان، کندز، فاریاب، بادغیس، کاپیسا او کونړ ولایتونو کې له ۳۵ ځوانانو سره د سلاموطندار د خبرو پایلې ښيي چې د دغو ځوانانو ترمنځ د یوازیتوب تجربه او له ټولنې واټن اخیستل، په ډېرو مواردو کې تر یوه فطري شخصيتي ځانګړتیا اخوا ده او په مستقیم ډول د ټولنې له ټولنیزو، کورنیو او جوړښتي شرایطو اغېزمنه شوې.
دغه ځوانان ځانونه وايي، په لویو ټولنیزو غونډو کې دوامدار حضور ته لېوالتیا نهلري.
د هغوی په وینا، یوازیتوب، ژور فکر او د فردي فعالیتونو ترسره کول د دوی د رواني انرژۍ د ترلاسه کولو له مهمو سرچینو څخه دي.
خو د دغو مرکو کره او ژوره څېړنه ښيي چې د یادو کسانو د پاموړ یوې برخې لپاره، له ټولنې واټن اخیستل تر ډېره شخصي انتخاب نه، بلکې د بهرنیو لاملونو پر وړاندې یو غبرګون دی.
ټولنیز فشارونه؛ له ټولنې د ګوښه کېدو اصلي لامل
له ۳۵ ځوانانو څخه چې ورسره مرکې شوي، ۳۲ یې وایي چې ټولنیزې ستونزې، کورني فشارونه، تعلیمي محدودیتونه او د ټولنې عمومي شرایط ورو ـ ورو هغوی اړ کړي چې له ټولنې واټن واخلي.
یوازې درې نور کسان د دې لېوالتیا ریښه له عاطفي پلوه محرومیت او یا هم د زیاناړونکو تجربو په څېر د ماشومتوب ترخو تجربو سره تړلې بولي.
دغه موندنې ښيي چې په ډېرو مواردو کې هغه څه چې د «ځانپالنې» په نوم یادېږي، په حقیقت کې د ټولنیزو فشارونو او ناهیلۍ په بستر کې رامنځته شوی یو ډول ټولنیز ګوښهوالی دی.
د فاریاب ۲۹ کلنه اوسېدونکې ایصفا او د هرات ۳۵ کلنه اوسېدونکې صدیقه چې دواړه یوازېتوب او له ټولنې څنګ ته کېدل خوښوي، وایي:
«زه تر ډېره یوازېتوب خوښوم. عموماً دا غوره بولم چې خپل وخت په یوازېتوب یا په کوچنیو او نږدې ټولنیزو کړیو کې تېر کړم. یوازېتوب راته ارامي راکوي او مرسته راسره کوي چې ښه فکر وکړم، خپل احساسات درک کړم او رواني انرژي بېرته ترلاسه کړم.»
«زه هم تر ډېره ټولنیزه ناسته پاسته نه خوښوم، خو کله چې په کوچنیو او خوندي ټولنیزو کړیو کې واوسم، کولی شم ښه اړیکه ټینګه کړم. یوازېتوب راته ارامبښونکی دی.»
د کندز ۳۰ کلنه اوسېدونکې فرزانه او ۲۰ کلنه شمیلا چې دواړه ګوښهوالی خوښوي، وایي چې د کورنیو نهپوهاوی او پرلهپسې لفظي فشارونه د دې ځانګړتیا د رامنځته کېدو لامل شوي.
«کله چې کورنۍ درک نه کوي؛ پلار، مور، وروسته مېړه او د مېړه خپلوان، همدې حالت دې ته اړ کړم چې تر ډېره له ځان سره واوسم او په یوازېتوب کې فکر کول له نورو سره تر خبرو غوره وبولم.»
«زما پلار او مور بېسواده دي. کله چې د زدهکړو یا د راتلونکو هیلو په اړه خبرې کوم، اجازه نهراکوي. یوازې وایي د کور کارونه وکړه. د ښوونځیو او پوهنتونونو بندېدو دا احساس راکړ چې د انسان ارمانونه هېڅ ارزښت نه لري او همدې موضوع زه بدله کړم.»
ټولنیزې شبکې؛ د یوازیتوب د احساس پیاوړتیا
د دغو مرکو په دوام، ۲۷ ځوانان وایي چې په ټولنیزو شبکو کې له نورو سره د ځان پرتله کول او د یوازیتوب احساس، له ټولنې د دوی د لرېوالي بهیر لا پسې پیاوړی کړی.
د دوی په باور، په مجازي فضا کې د نورو د ژوند طرز، ټولنیزې ازادۍ او پراخو اړیکو لرلو، په دوی کې د ناکامۍ او کمارزښتۍ احساس زیاتوي.
برعکس، ۸ نور بیا وایي چې په ټولنیزو شبکو کې کوم فعالیت نهلري او دغې فضا د دوی پر شخصيتي ځانګړتیاوو او ټولنیزو اړیکو کوم اغېز نهدی کړی.
د هرات ۲۵ کلن اوسېدونکی علي او د فاریاب ۲۲ کلنه اوسېدونکې تهمینه وایي: «کله چې په ټولنیزو شبکو کې وینم چې ډېری کسان په ازاد ډول خپل نظر څرګندوي یا پراخې اړیکې لري، د ماتې احساس کوم او غواړم چې کاش زه هم د هغوی په څېر وی.»
«د نورو کسانو بېنقصه ښکاره کېدونکی انځور په ټولنیزو شبکو کې ځینې وختونه زما د یوازیتوب احساس لا زیاتوي، که څه هم پوهېږم چې د دغو انځورونو ډېری برخه واقعي نه ده.»
له ټولنې واټن اخیستل او رواني سلامتیا
د دې راپور له مخې، د دغو ځوانانو ترمنځ د یوازیتوب تجربه او له ټولنې واټن اخیستل بېلابېلې پایلې لرلې دي.
له مرکهشویو څخه ۱۲ هغو ویلي، دغه وضعیت په دوی کې د خپګان، اضطراب او له ژوند څخه د نارضایتۍ احساس رامنځته کړی.
په مقابل کېیې ۲۳ نورو بیا ویلي، له دې ځانګړتیا سره د رضایت احساس لري او دا د خپل ژوند د بڼې یوه طبیعي برخه ګڼي.
دغه ځوانان وایي چې د غږونو اورېدل، مطالعه کول او له نږدې ملګرو او د کورنۍ له غړو سره وخت تېرول، د دوی په ژوند کې د ارامتیا او خوښۍ د احساس د رامنځته کېدو له مهمو لارو څخه دي.
د کندز ۲۶ کلنه اوسېدونکې سوسن او ۳۰ کلنه فرزانه په دې اړه وایي: «زه په شدیده توګه له فشار سره مخ شوې یم او ان تر دې چې روانپوه ته هم ورغلې یم. لږ ښه شوې یم، خو لا هم د خپګان په یوه پړاو کې یم.»
«یوازېتوب او له ټولنې لرېوالی زما لپاره د بېحوصلګۍ، اضطراب او خپګان لامل شوی او اوس د خپګان ضد درمل کاروم.»
ارواپوهان پر دې باور دي چې له ټولنې ګوښهوالي او یوازیتوب غوره کول یوه طبیعي شخصيتي ځانګړتیا ده او پخپله د ځوانانو پر ژوند منفي اغېز نهلري؛ خو د دغو کسانو ملامتول او ځپل کولی شي د جدي خپګان لامل شي.
ارواپوه محمدالله بلوڅ وایي: «ګوښهوالی د انسان د شخصيت له ډولونو څخه یو ډول دی. دا کسان محدودې ټولنیزې اړیکې لري، خو په یوازېتوب کې کولی شي ښې نظریې ورکړي. یوازې اوسېدل په ډېرو مواردو کې یوه مثبته ځانګړتیا ده او د هغې ځپل انسان له ټولنې لرې کوي.»
ټولنپوه شعیب احمدي هم د ځوانانو د ګوښهتوب لامل د کورنیو لهخوا نهپاملرنه بولي او وایي چې د دې بهیر دوام کولی شي ټولنې ته زیان ورسوي.
«ځینې ناسم کلتوري دودونه لامل کېږي چې اولادونه تر ملامتۍ لاندې راشي او منزوي شي. که خلک پر ټولنه خپل باور له لاسه ورکړي، ټولنه له ودې او پرمختګه پاتې کېږي.»
دا په داسې حال کې ده چې اقتصادي فشارونه، د کورنیو د الګو بدلون او د ټولنیزو شبکو پراختیا، د دې لامل شوې چې ګڼ شمېر ځوانان د ژوند بېلابېل سبکونه تجربه کړي.
په دې لړ کې، یوازېتوب ته لېوالتیا او له ټولنې واټن اخیستل، د ځوان نسل ترمنځ په یوې د پاموړ پدیدې بدله شوې ده.