هېواد کې یوشمېر مېرمنې د زېږون ترمنځ د واټن راوستلو له حق څخه د ناخبرۍ له امله د دوی جسمي، روحي او اقتصادي وضعیت اغېزمن کړی دی.
دیني عالمان او حقوقپوهان وايي چې د مېرمنو جسمي او رواني وضعیت لپاره اسلام دین او قوانینو په غیرمستقیم ډول لارښوونه کړې چې د زېږون ترمنځ باید واټڼ رامنځته شي.
د فقهې او قانون کارپوه خواجه محمدعمر غوربندي وايي، که څه هم د افغانستان په قوانینو کې په څرګند ډول د ښځو د کورنۍ د تنظیم موضوع نه ده یاده شوې، خو د مدني قانون له مخې د ښځو د حقونو ملاتړ کېږي.
غوربندي وویل، د افغانستان اساسي قانون په خپلو ۵۳ او ۵۴ مادو کې دولت مکلف کړی چې ټولو اتباعو ته د روغتیایي خدمتونو زمینه برابره کړي او له مور، ماشوم او کورنۍ څخه ملاتړ وکړي.
نوموړي زیاته کړه: «د دې موادو د حقوقي روحیې له مخې استنباط کېدای شي چې د ښځو د روغتیا حق د هغوی د تصمیم نیولو حق هم رانغاړي، یعنې ښځې کولای شي د امیندوارۍ ترمنځ د فاصلې ټاکلو په اړه پرېکړه وکړي، ځکه دا د ښځو د فزیکي او رواني روغتیا مهمه برخه ده.»
بلخوا، د حقوقو یو بل کارپوه عبدالرحمان صابر هم وايي، د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د اصولو له مخې، ښځې حق لري، که له فزیکي یا رواني زیان سره مخ وي، د پرلهپسې زېږونونو څخه ډډه وکړي.
د حقوقي کارپوهانو په باور، دا ډول حقوقي تفسیرونه د ښځو د روغتیا، کورنۍ ثبات او د ماشوم د روزنې د ښهوالي لپاره بنسټیز ارزښت لري.
هغه وايي: «د افغانستان د عامې روغتیا قانون دولت مکلف کړی چې د مور د فزیکي او رواني روغتیا د ساتنې لپاره لازم تدابیر ونیسي او دا موضوع په غیرمستقیم ډول د زیږونونو تر منځ د واټن ساتلو حق ته اشاره کوي. که د یوې مور فزیکي یا رواني روغتیا د پرلهپسې زیږونونو له امله له خطر سره مخ وي، نو باید د هغې د روغتیا د خوندیتوب لپاره لازم اقدامات وشي. له همدې کبله، مور یا زوجه کولای شي د ماشومانو د زیږون ترمنځ مناسب واټن وساتي.»
بلخوا، د شریعت او قانون متخصص ګلحمید حمید وايي، له فقهي نظره د حمل د مخنیوي وسایلو کارول پرته له شرعي عذر نه جواز نهلري. خو که ښځه د روغتیايي ستونزو له امله د باردارۍ توان ونه لري، نو د متخصص ډاکټر له تایید وروسته د مخنیوي کارول روا دي.
نوموړی زیاتوي: «که اومېندواري د ښځې د ژوند لپاره د خطر یا د سختې ناروغۍ لامل شي، ښځه کولای شي حتی د خاوند له اجازې پرته هم د حمل د مخنیوي وسایل وکاروي. په اسلام کې اصل د نسل د دوام او د اولاد د لرلو هڅونه ده، خو د اولادونو شمېر محدودول پرته له جدي اړتیا، د اسلامي لارښوونو سره په ټکر کې دي. ښځې کولای شي د هر زیږون تر منځ دوه کاله فاصله وساتي.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په اوسني افغانستان کې ډېری ښځې د پرلهپسې زیږونونو له امله له سختو روغتیايي او اقتصادي ستونزو سره مخ دي. دا هغه ښځې دي چې د فقر، د عامه پوهاوي د نشتوالي، د کورنۍ د نهپاملرنې او د روغتیايي خدمتونو د کمزورۍ له امله د مورۍ دروند بار یوازې پر اوږو وړي.
فریبا احمدي چې ۲۷کلنه ده، وايي، څلور ماشومان لري او د زیږونونو تر منځ د واټن د ساتلو په اړه یې معلومات نهلرل. هغې وویل: «د خاوند کور کې ماته او ماشومانو ته پوره پاملرنه نهکوله. زه هم نه پوهېدم چې څنګه د زیږونونو ترمنځ وقفه واخلم. مېړه مې بېپروا دی، زه خپله ډېره کمزورې شوې یم، څلور ماشومان مې تل ژاړي او بېقراره دي. د دوی له امله سم خوب نهلرم، سم خوراک نهکوم او ماشومانو ته هم سم رسیدګي نهشم کولای، خسرانه مې هم مرسته نهکوي.»
په ورته مهال ۳۵کلنه یلدا نوري چې د پروان اوسېدونکې ده، وايي دوه ماشومان چې دوه کلن او اته میاشتن دي، لري او اومېندواره هم ده.
یلدا او د هغې مېړه، چې دواړه له معلولیت سره ژوند کوي، وايي د همدې ستونزې له امله نهشي کولای د باردارۍ تر مخه د ولادتونو ترمنځ د واټن د ساتلو لپاره روغتون ته مراجعه وکړي.
یلدا وايي: «سترګې مې سمې نهویني، د لیدلو ستونزه لرم، خاوند مې هم د اورېدلو له کمزورۍ کړېږي. دواړه ماشومانو ته مې شیدې نهدې ورکړي، د شیدو پوډر مو کارولی. دویم ماشوم مې په سختۍ نړۍ ته راغی، عملیات شوم. ډاکټرانو راته ویلي وو چې باید وقفه واخلم، خو نه پوهېدم او بېرته مې حمل واخیست. ماشوم چې وزېږېد، ډېر کمزوری و، یوه اوونۍ په ماشین کې و. وروسته ډاکټرانو وویل چې د زړه سوری لري. اوس هم ښه نهدی رغېدلی، او زه بیا بارداره یم، نهپوهېږم څه وکړم.»
همدارنګه، فرزانه قادري چې ۴۰ کلنه ده او د پروان اوسېدونکې ده، هم ورته تجربه لري. هغې وویل چې اووه ځله یې زېږون کړی، خو یوازې د لومړي ماشوم وروسته یې د واټن ساتنه کړې. د هغې په وینا، پاتې شپږ زېږونونه یې پرته له وقفي او په روغتیايي مشورې ترسره شوي دي.
کابل کې یوې مېرمنې وویل: «کله چې زما ماشومان شیدې خوړونکي پیدا شول، هم زه او هم ماشومان ضعیف وو. یو حمل مې د ماشومانو و او مخکې مې هم عملیات شوي وو. د لومړي ماشوم پرته، نور ماشومان مې له زیږون څخه تر یو نیم کال پورې ډېر ضعیف وو. مېړه مې ویل چې باید ډېر ماشومان ولرو، هم هلکان او هم نجونې او ما ته یې اجازه نه راکوله چې ډاکتر ته لاړ شم؛ حتی کله چې ماشومان مې کوچني وو، نه یې پرېښودم چې د زیږون ترمنځ وقفه ولرم او ویل یې دا ګناه ده.
په هر حال، د زیږونونو ترمنځ وقفه نه اخیستل د اسلام او د افغانستان د اساسي قانون له نظره مشروط دی، یعنې یوازې په هغه صورت کې اجازه لري چې د مور یا ماشوم روغتیا ته زیان ونهرسوي. په ورته وخت کې، نسایي-ولادي ډاکتران د زیږونونو ترمنځ مناسب فاصله اړینه ګڼي.
ډاکتره مدینه ارسلان اماني، چې په کابل کې د نسایي- ولادي متخصصه ده، وایي: «یوه مېرمن باید د خپل زېږون ترمنځ لږترلږه دوه کاله وقفه ولري، ځکه د زیږون وروسته بدن وخت ته اړتیا لري چې د بل حمل لپاره چمتو شي.»
هغې زیاته کړه: «که یو ښځه ژر اومېندواره شي، د بدن کمزوري، مزمن ستړیا، کمه وینه، د سقط خطر او د جفت ستونزې پیدا کېږي او رحم چمتو نه وي. لوړ فشار، فشار، او خپګان رامنځته کېږي. د زیږون وروسته، مېرمن فشار احساسوي؛ خسته، سست، ضعیفه او خوبولې وي او د خپل ماشوم پالنه او روزنه سمه نهشي کولای. له دې امله، د زیږونونو ترمنځ لږ تر لږه دوه کاله فاصله باید مراعت شي.»
دا په داسې حال کې ده چې د ملګروملتونو د استازولۍ دفتر (یوناما) افغانستان کې د ۲۰۲۵کال د مارچ په ۱۵مه نېټه، د بشري مرستو د همغږونکي دفتر د راپور په اساس، ویلي چې په افغانستان کې د هر ۱۰۰ زېږېدلیو ماشومانو پر سر، ۶۲۰ مېرمنې خپل ژوند له لاسه ورکوي.