د اسراییلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو په کمساري توګه یوې وینا کې ویلي چې دوی باید د امریکا له پوځي مرستو ځان خلاص کړي.
الجزیرې خبري شبکې نن دوشنبه، مې ۱۲مه په یوه راپور کې ویلي چې لومړي وزیر بنتنیاهو دغه څرګندونې اسراییلو کې د کنست بهرنۍ او دفاعي کمېټې سره ناستې ته کړې دي.
نوموړي وړاندیز کړی چې په کلنۍ توګه د امریکا له لوري اسراییلو ته کېدونکې پوځي مرستې باید په تدریجي توګه کمې شي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د نتنیاهو په وینا، اسراییل دا مهال په کال کې د څلور میلیارډ ډالرو په ارزښت له امریکا څخه پوځي تجهیزات ترلاسه کوي.
هغه ویلي: «زه فکر کوم چې موږ اړتیا لرو چې باید د امریکا له پوځي مرستو ځان خلاص کړو.»
که څه هم د نتنیاهو د دې څرګندونو تر شا د انګېزې په تړاو څه نهدي ویل شوي، خو دغه څرګندونې د ټرمپ او نوموړي ترمنځ د اختلافاتو او د امریکا او حماس ترمنځ د یوه برمته شوي، د ازادېدو په درشل کې شوي دي.