د اسراییلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو وايي چې غزه کې به ډېر ژر نوي پوځي عملیات پیل کړي او ټينګار یې کړی چې دغه لړۍ به په چټکۍ پای ته ورسېږي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، نتنیاهو په امنیتي کابینه کې د غزې د نیولو جنجالي طرحې له تصویب وروسته د حماس پر ماتې او برمته شویو پر ازادېدو ټينګار کړی دی.
خو نوموړی وايي چې هدف یې پر غزې بشپړه ولکه نه، بلکې پولو کې د امنیتي کمربند رامنځته کول دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په ورته مهال غزه کې د اسراییلو له لوري هوايي او ځمکني بریدونه لاهم روان دي. په تازه بریدونو کې د الجزیرې خبري شبکې د خبریالانو په ګډون پنځه کارکوونکي وژل شوي دي.
حماس ویلي چې په دې برید کې د الجزیرې شبکې دوه خبریالان او درې تصویراخیستونکو ژوند له لاسه ورکړی، خو اسراییلو ویلي چې انس الشریفي د حماس یو قومندان وو او ځان یې، خبریال معرفي کړی وو.