Asset 1SWN

سلام وطندار

بنیامین نتن‌یاهو: کاناډا، فرانسه او برېټانیا له حماس ملاتړ کوي

Benjamin-Netanyahu-quydmthjrddd13hhgkew0htwdacd14og3yhomrl2mg

د اسراییلو لومړي وزیر د فرانسې، کاناډا او برېټانیا مشران غزه کې له حماس ډلې پر ملاتړ تورن کړي دي.

بنیامین نتن‌یاهو په یوې ټلوېزیوني وینا کې همداراز د یادو هېوادونو مشرانو ته په اشارې سره وویل چې دغه هېوادونه د تاریخ او عدالت ناسم لوري ته ولاړ دي.

د فرانسې، کاناډا او برېټانیا مشرانو تېره اوونۍ غزه کې د اسراییلو بریدونه غندلي او خبرداری ورکړی، که نتن‌یاهو خپل لوری بدل نه‌کړي، پر اسراییلو به بندیزونه ولګوي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


نوموړي وویل: «د یادو هېوادونو مشران ښايي دا فکر وکړي چې دوی سوله مخته وړي، خو په حقیقت کې دا حماس نور هم زړور کوي، څو د تل لپاره جګړې ته دوام ورکړي او دویم فلسطینی حکومت رامنځته کړي او د یهودیانو د له‌منځه وړو لپاره به هڅې کوي.»

نتن‌یاهو په امریکا کې د اسراییل د سفارت پر کارکوونکو برید هم غندلی دی. په دې برید کې د اسراییلو د سفارت دوه کارکوونکي ووژل شول.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام