Asset 1SWN

هلمند کې د ریحان کرکېله؛ مسوولان: ګټه یې ډېره او لګښت یې کم دی

IMG-20240724-WA0021

هلمند کې د کرنې ریاست مسوولان وايي، د تېرکال په پرتله سږکال هلمند کې د ریحان کرکېله زیاته شوې او د اټکل له مخې، حاصلات به یې څو برابره ترلاسه شي.

دوی سلام‌وطندار ته وايي، تېرکال یاد ولایت کې پر ۱۱۹۹ هکتاره کرنیزه ځمکه ریحان کرل شوي چې ۲۱۵۸ ټُنه حاصلات ترې ترلاسه شوي، خو سږکال پر ۱۴۳۲ هکټاره ځمکه ریحان کرل شوي چې د تېرکال په پرتله ۲۳۳ هکټاره ډېروالی ښيي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

مسوولان اټکل کوي چې سږکال به د ریحان حاصلاتو کې هم د پام وړ زیاتوالی راشي.

د هلمند کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ ریاست د کرنې او مالدارۍ مسوول قاري شفیق‌الله سلام‌وطندار ته وویل: «هلمند کې د ریحانو کرکیله د تېرکال په پرتله زیات تفاوت لري.  تېر ۱۴۰۲ هـ ل کال کي  پر ۱۱۹۹ هکتاره کرنیزه ځمکه ریحان کرل شوي وو چې لاسته راغلي  حاصلات یې ۲۱۵۸ټُنه وو، خو سږکال د ریحان یاده کرکېله پر ۱۴۳۲ هکتاره ځمکه شوې.»

د هلمند د کرنې او مالدارۍ مسوول دغه ولایت کې په  زیاته پیمانه د ریحان کرلو اصلي لامل، د ریحانو د کرکیلې کم لګښت او ډېر حاصل په ګوته کوي.

د هلمند نادعلي ولسوالي چاه انجیرسیمې اوسېدونکي چي پر خپلو کرنیرو ځمکو یې ریحان کرلي، سلام‌وطندار ته  وايي، تېرکال یې، له یادي کرکېلې د پام وړ حاصلات او ګټه ترلاسه کړې او له همدې امله یې، سږکال ډېر ریحان کرلې دي.

د دې سیمې یوه کروندګر محمداغا وویل: «سږکال مو ځکه بیا ریحان وکرل چې تېرکال يې، ښه حاصلات ورکړي دي، خو موږ ته باید دولت اصلاح شوي تخمونه او زراعتي درمل راکړي.»

دغه کروندګر له کرنې ریاست څخه د کرنیزو مرستو او روزنیزو پروګرامونو د زیاتیدو غوښتنه هم لري.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

باید وویل شي چې د سرپرست حکومت تر بیاځلې واکمنېدو مخکې، هلمند یو له هغو ولایتونو څخه شمېرل کېده چې په پراخه کچه په‌کې کوکنار کرل کېدل، خو اوس په‌کې د یاد نشه يي بوټې ځای نورو کرنیزو نباتاتو نیولی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام