Asset 1SWN

بنګله‌دېش نړیوال جام کې له نیدرلنډز سره سیالي کوي

382561

د شل اووره سیالیو نړیوال جام د ګروپ پړاو سیالیو په ترڅ کې نن ماښام د یادو سیالیو له ډي ګروپ څخه د بنګله‌دېش کرېکټ ملي لوبډله له نیدرلنډز سره سیالي کوي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن ماښام ۷ بجې پیل شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دواړو سیالیو په دغه ګروپ کې دوه دوه لوبې کړي چې یوه-یوه یې ترې ګټلې ده. بنګله‌دېش په یوې بریا او یوې ماتې د جدول دویم او نیدرلنډز هم په ورته پایلې درېیم ځای کې شتون لري.

د بنګله‌دېش او نیدرلنډز کرېکټ ملي لوبډلې له دې وړاندې څلور ځله په شل اووره نړیوالو لوبو کې سره مخ شوي چې درې یې بنګله‌‌دېش او یوه یې نیدرلنډز لوبډلې ګټلې.

بل‌‌خوا د نن ورځې په دویمه سیالي کې به انګلستان له عمان سره لوبه وکړي. دغه سیالي به له بي‌ ګروپ څخه ترسره شي.

عمان دې ګروپ کې خپلې کړې ټولې درې لوبې بایللي او دا سیالي یې نړیوال جام کې وروستۍ لوبه ده. انګلستان چې یوه لوبه یې د باران له امله لغوه شوه او دویمه سیالي کې د اسټرالیا له‌خوا له ماتې سره مخ شوه.

انګلستان د اتو غوره لوبډلو پړاو ته د تلو لپاره باید خپلې پاتې ټولې لوبې وګټي او د اسټرالیا او سکاټلنډ ترمنځ د سیالي پایلې ته هم باید په تمه شي.
انګلستان له دوو سیالیو یوازې یو امتیاز لري. سکاټلنډ له درېوو لوبو ۵ نمرې لري چې د جدول دویم ځای یې خپل کړی دی. اسټرالیا له دې ګروپ بل پړاو ته لاره پیدا کړې.
له هر ګروپ یوازې دوه لوبدلې د یاد شل اووره نړیوال جام بل پړاو ته لاره پیدا کوي. انګلستان به له دې لوبې وروسته، د ګروپ پړاو خپله وروستۍ سیالي له نمیبیا سره وکړي.
انګلستان د تېر شل اووره سیالیو نړیوال جام اتله لوبډله ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام