Asset 1SWN

سلام وطندار

بنګله‌دېش کې نن ټاکنې کیږي

e5735c0126392fdf1a3b208bdbf5027266ecb4482f7af19c

د ۲۰۲۴ میلادي کال له پاڅون وروسته بنګله‌دېش کې د لومړنیو سراسري ټاکنو د رایه‌اچونې بهیر پیل شو.

الجزیرې شبکې نن پنجشنبه ۲۳ / فبروري ۱۲ راپور ورکړی چې د رای اچولو مرکزونه تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې پرانیستل شول او د رای ورکولو په شرایطو برابر نږدې ۱۲۷ میلیون بنګله‌دېشیان د رایې اچونې مرکزونو ته روان دي.

دغو ټاکنو کې د بېلا بېلو ګوندونو يو زر او ۹۸۱ نوماندان د پارلمان د ۳۰۰ څوکيو لپاره سيالي کوي.

په دغو ګوندونو کې د بنګله‌دېش ناسيوناليست ګوند، د بنګله‌دېش جماعت اسلامي، د ملي ښاريانو ګوند او د جاتيا ګوند شامل دي.

د حکومت د جوړولو لپاره لږ تر لږه د ۱۵۱ څوکيو ګټل اړين بلل کېږي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


دا ټاکنې د ۲۰۲۴ کال اګست میاشت کې د محصلانو په مشرۍ له پاڅون وروسته چې اوږدمهاله مشره شیخ حسینه یې له واکه لرې کړه، د دې هېواد د بېرته راستنېدونکي ډیموکراسۍ لپاره یو مهم ازمایښت بلل کېږي.

اداري فساد، انفلاسیون، کاري فرصتونه او اقتصادي پراختیا هغه اصلي موضوعات دي چې د نړۍ په اتم ډېر نفوس لرونکي هېواد کې د ټاکنو پایله ټاکي.

دې سره، د ټاکنو ترڅنګ، بنګله‌دېش د «ملي منشور ۲۰۲۵» په اړه ټولپوښتنه هم ترسره کوي، دا هغه سند دی چې د محمد یونس په مشرۍ موقت حکومت چمتو کړی او د راتلونکې حکومتولۍ بنسټیز چوکاټ په‌کې ټاکل شوی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام