د طارق رحمان په مشرۍ د بنګلهدېش ملي ګوند «BNP» وايي، د پنجشنبې ورځې تاریخي ټاکنو کې یې اکثریت رای ګټلي او راتلونکی حکومت به جوړ کړي.
د راپورونو پر اساس، د سراسري ټاکنو لومړنۍ پایلې ښيي چې د بنګلهدېش ملي ګوند او متحدانو یې له ۲۹۹ ټاکنیزو څوکیو ۲۱۱ څوکۍ ګټلي، داسې حال کې چې سیال جماعت اسلامي اتحاد ۷۰ څوکۍ وګټلې.
د بنګلهدېش د ټاکنو کمیسیون لا تراوسه رسمي پایلې نه دي اعلان کړي.
د جماعت اسلامي ګوند مشر شفیق الرحمن ویلي، د هغه ګوند به د ټاکنو پایلو ته درناوی وکړي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د بنګلهېش سراسري ټاکنو کې د پارلمان ۲۹۹ څوکيو لپاره د بېلا بېلو ګوندونو نوماندانو ځانونه کاندید کړي وو.
د حکومت جوړولو لپاره لږ تر لږه د ۱۵۱ څوکيو ګټل اړين بلل شوي وو.
دا ټاکنې د ۲۰۲۴ کال اګست میاشت کې د محصلانو په مشرۍ له پاڅون وروسته چې اوږدمهاله مشره شیخ حسینه یې له واکه لرې کړه، د دې هېواد د بېرته راستنېدونکي ډیموکراسۍ لپاره یو مهم ازمایښت بلل کېږي.
د ټاکنو ترڅنګ، بنګلهدېش د «ملي منشور ۲۰۲۵» په اړه ټولپوښتنه هم ترسره کړه، دا هغه سند دی چې د محمد یونس په مشرۍ موقت حکومت چمتو کړی او د راتلونکې حکومتولۍ بنسټیز چوکاټ پهکې ټاکل شوی دی.