Asset 1SWN

سلام وطندار

کابل کې یوه خصوصي پوهنتون د «خبریالانو مالي او تحصیلي صندوق» جوړ کړ

د باختر خصوصي پوهنتون مسوولان وايي چې دوی د «خبریالانو د مالي او تحصیلي ملاتړ صندوق» په نوم یو بنسټ جوړ کړی چې موخه یې، د خبریالانو د زده‌کړو دوام، علمي ظرفیت لوړونه او مالي ستونزو ته رسېدنه ده.

د یاد پوهنتونو د ژورنالېزم پوهنځي رییس محمدحنیف فرزان وايي، دا صندوق د پوهنتونونو د ستراتېژيک پلان له مخې جوړ شوی، څو پوهنتونونه وکولای شي، د ټولنې د پرمختګ لپاره رغنده ونډه واخلي.

د ده په وینا، د دغه صندوق له لارې به خبریالانو ته د څېړنو او لوړو زده‌کړو زمینه برابره شي او مرستې به یې د دوی د علمي ظرفیت لوړولو او مالي ستونزو د حل لپاره لګول کېږي.

فرزان وویل: «موږ دا پروګرام ځکه جوړ کړ چې د خبریالانو مالي او تحصیلي ستونزې چې په مستقیم او غیرمستقیم ډول فشار پرې راولي، حل کړو. له یوې خوا غواړو خبریالانو ته د مهارتونو د لوړولو او علمي پرمختګ زمینه برابره کړو او له بل‌خوا د ژورنالېزم په برخه کې شته تشې ډکې کړو او د خبریالانو لپاره نوې انګېزه رامنځته کړو. د دغه صندوق پیسې به د خبریالانو تحصیلي ملاتړ لپاره ولګول شي.»

نوموړی زیاتوي چې باختر پوهنتون هڅه کوي، د دې صندوق له لارې خبریالانو ته د ژورنالېزم په برخه کې د ماسترۍ د زده‌کړې زمینه هم برابره کړي. بل‌خوا، د رسنیو ځینې مسوولان او خبریالان هم دا صندوق د خبریالانو د علمي ظرفیت لوړولو لپاره مهم ګام بولي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د طلوع نیوز خصوصي تلویزیون رییس ذبیح‌الله سادات وايي: «افسوس چې خبریالان په افغانستان کې تل هېر شوي، هغه شان چې اړتیا وه، ملاتړ یې نه دی شوی. یوازې شعارونه ورکړل شوي، خو عملي کار نه دی شوی. لکه څرنګه چې مالي ملاتړ مهم دی، همداسې د خبریالانو تحصیلي ملاتړ هم حیاتي دی.»

معصومه حسېني چې په یوې راډیو کې کار کوي، وايي: «د خبریالانو ملاتړ لپاره هر ډول اقدام کولای شي، د هغوی ستونزې کمې کړي. د دې ډول صندوقونو جوړېدل مهم دي، ځکه که یو خبریال له هر اړخه ملاتړ وشي، نو په زړورتیا او انګېزې سره خپل کار ته دوام ورکوي.»

د افغانستان د ژورنالېستانو ملي اتحادیه، د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه او د خبریالانو ملي کور هم د باختر پوهنتون دا اقدام ستایلی او ملاتړ یې کړی دی.

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مشر عبدالقدیم ویار د دې صندوق جوړېدل ارزښتناک بولي او وايي: «سره له دې چې د خبریالانو مالي ملاتړ ضروري دی، باید د هغوی د علمي ظرفیت د لوړولو لپاره هم جدي کار وشي. د دې صندوق له پیسو باید د خبریالانو د علمي کدرونو د روزنې لپاره ګټه واخیستل شي.»

دا صندوق په داسې حال کې جوړ شوی چې خبریالان په افغانستان کې، په ځانګړي ډول د علمي ظرفیت لوړونې په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
ویدیوهای مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام