Asset 1SWN

سلام وطندار

پر اسراییلو بده ورځ؛ یو سرتېری وژل شوی او ۲۲ ټپیان دي

Israeli soldier killed

پر اسراییلو د حوثي ډلې د ډرون او حماس ډلې وسله‌وال برید له امله یو سرتېری وژل شوی او په اسراییلو کې دننه ۲۲ کسان ټپیان شوي دي.

د اسراییلو دغه سرتېری د غزې اړوند سیمه کې د نننیو نښتو پرمهال وژل شوی دی.

د «تایمز اوف اسراییل» ورځپاڼې راپور ورکړی چې دغه سرتېری د حماس د ټکټي بریدګرو په برید کې وژل شوی دی. راپور زیاتوي چې وژل شوی سرتېری ۲۱ کلن و او د یوه پوځي کمپ په ساتنه بوخت و چې د حماس د برید ښکار شوی.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


له دې مخکې له تېرو شاوخوا دوو کلونو راهیسې، د اسراییلو او حماس ترمنځ نښتو کې ۹۱۱ اسراییلي سرتېري وژل شوي دي.

بل‌خوا پرون ناوخته له یمن څخه د حوثي ډلې د ډرون برید له امله د اسراییلو سوېل کې ۲۲ کسان ټپیان شوي دي. د دوو کسانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.

د اسوشيېټېډ پرېس د راپور له مخې، د يمن حوثي ډلې د يوې چاودېدونکې بې‌پيلوټه الوتکې په بريد کې چې د اسراییلوسوېل د «ايلات» په نوم د سيلانۍ سيمه کې شوی، ۲۲ کسان ټپيان شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام