د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې الرونډر لوبغاړی عظمتالله عمرزی د کرېکټ نړیوالې شورا له لوري د ۲۰۲۴کال د غوره «الرونډر لوبغاړي» په توګه ټاکل شوی دی.
نوموړي په ۲۰۲۳کال کې د ښو لوبو له امله د ۲۰۲۴کال د غوره لوبغاړي په توګه ټاکل شوی دی. عمرزي د خپلې توپوهنې او توپاچوونې پرمټ افغانستان لوبډلې ته پیاوړی دریځ ورپه برخه کړ.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
۲۴کلن عمرزي د ۲۰۲۴کال پرمهال د یو ورځنیو سیالیو فارمټ کې له رحمنالله ګربز وروسته دویم مخکښ منډې جوړونکی او له اللهمحمدغضنفر وروسته دویم مخکښ وېکټاخیستونکی دی.
افغانستان دې کال کې د یو ورځنیو سیالیو له پنځو لوبلړۍ، څلور لوبلړۍ ګټلي.
عمرزي د ۲۰۲۴کال پرمهال په ۱۴ یو ورځنیو سیالیو کې ۴۱۷ منډې وکړې او ۱۷ وېکټې یې، واخیستې. په دې سیالیو کې د نوموړي د توپوهنې اوسط، ۵۲.۱۲ او د وېکټو اوسط یې، ۲۰.۴۷ دی.
د سریلانکا پر وړاندې په یو ورځنیو سیالیو کې د نوموړي ۱۴۹ ناسوځېدلې منډې، افغان لوبډلې سره مرسته وکړه چې دې لوبډلې ته ماته ورکړه او نوموړی پهکې ښه وځلېږي.
همداراز د سوېليافریقا پر وړاندې د افغانستان یو ورځنیو سیالیو په لومړۍ لوبلړۍ کې هم د عمرزي ناسوځېدلې ۸۶ منډې د دې لامل شوې چې افغان لوبډله په لومړي ځل سوېليافریقا په یو ورځنیو سیالیو کې ماته کړي او لوبلړۍ وګټي.
همداراز د کرېکټ نړیوالې شورا د ۲۰۲۴کال د یو ورځنیو سیالیو غوره لوبډله هم اعلان کړې چې پهکې د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې درې لوبغاړي، رحمنالله ګربز، عظمتالله عمرزی او الله محمدغضنفر هم ځای لري.