
امیرخان متقي د عمان په بلنه هغه هېواد ته تللی
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي نن (یکشنبه، د کب ۱۹) د عمان هېواد چارواکو سره پر دوه اړخیزو اړیکو د بحث لپاره هغه هېواد ته تللی.
د دغه وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل پر اېکسپاڼه لیکلي چې مولوي امير خان متقي د عمان سلطنت د بهرنيو چارو وزير بدر بن حمد البوسعيدي په بلنه هغه هېواد ته په رسمي سفر تللی دی.














