Asset 1SWN

سلام وطندار

اسټرالیا کې د ډزو پرمهال د وژل شويو شمېر ۱۵ ته لوړ شوی

Emergency workers transport a person on a stretcher after a reported shooting at Bondi Beach, in Sydney, Sunday, Dec. 14, 2025. (AP Photo/Mark Baker)

د اسټرالیا د سیډني په «بونډي ساحل» سیمه کې پر یهودانو د ډزو پېښه کې د وژل شويو شمېر ۱۵ او د ټپیانو ۴۰ ته لوړ شوی.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، پولیسو نن دوشنبه ویلي، دوه تنه مشکوک برید کوونکي پلار او زوی وو.

که څه هم د بریدګرو د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي، خو د اسټرالیا امنیتي مسوولانو په وینا، ۵۰ کلن مشکوک برید کوونکي پلار سیمه کې وژل شوی او ۲۴ کلن زوی یې په سخت ټپي حالت کې بستر دی.

چارواکو د «بونډي» ساحل دغه پیښه د یهودانو ضد هدفي برید بللی.

پیښه کې د دوو پولیسو په ګډون څلویښت تنه ټپيان شوي هم دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د استرالیا لومړي وزیر انتوني البانیز نن سهار بونډي ساحل ته تللی او د برید په سیمه کې یې د وژل شویو کسانو په یاد د ګلو ګیډۍ کیښوده.

هغه ویلي چې د برید د ویر له کبله به نن دوشنبه د استرالیا بیرغونه نیمه ځوړنډ وي.

د نړۍ ګڼو مشرانو دا برید غندلی او د اسټرالیا له خلکو او د یهودانو له ټولنې سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.

اسټرالیا کې تېر ۲۰۲۴ میلادي کال هم د یهودانو پر یوه عبادت ځای او یوه کافي شاپ بریدونه شوي وو چې له څیړنو وروسته استرالیا ایران د بریدونو په ملاتړ تورن کړ.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام