ټاکل شوې چې د پاکستان په کوربهتوب نن پنجشنبه، جنورۍ ۲۹مه، د یاد هېواد کرېکټ ملي لوبډله د اسټرالیا کرېکټ ملي لوبډلې سره د درېوو شل اووره سیالیو لومړۍ لوبه وکړي.
ټاکل شوې چې دغه لوبه نن له غرمې وروسته ۳:۳۰ د پاکستان د لاهور ښار په «قذافي کرېکټ لوبغالي» کې پیل شي.
د دواړو لوبډلو ترمنځ د شل اووره سیالیو دغه لوبلړۍ د راتلونکي شل اووره نړیوال جام ته د چمتووالي لپاره نیول شوې ده.
د پاکستان او اسټرالیا ترمنځ په شویو وروستیو پنځو شل اووره لوبو کې اسټرالیا لوبډلې ټولې سیالي ګټلي او دغه لوبډله به هڅه کوي چې په خپل کوربهتوب اسټرالیا ته ماته ورکړي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
له دې سیالي وروسته به د دواړو لوبډلو ترمنځ دویمه لوبه د جنورۍ په ۳۱مه راتلونکې شنبه او وروستۍ لوبه به هم د فبرورۍ په لومړۍ نېټه د یکشنبې پر ورځ وشي.
دواړه لوبډلې به له یادې لوبلړۍ وروسته د هند او سریلانکا په کوربهتوب کېدونکي د شل اووره سیالیو نړیوال جام کې د ګډون په موخه سفر وکړي.