Asset 1SWN

سلام وطندار

پر ایران بریدونه؛ د نهو ورځو پرمهال ۱۲۵۵ کسان وژل شوي

default

د ایران د روغتیا وزارت مرستیال علي جعفریان ویلي چې د تېرو نهو ورځو پرمهال په ایران کې د جګړو او بریدونو له امله له زرو ډېر کسان وژل شوي او زرګونه نور ټپیان دي.

جعفریان له الجزیرې خبري شبکې سره په خبرو کې وویل چې په دې موده کې تر ۱۲زرو ډېر کسان ټپیان شوي او لږترلږه ۱,۲۵۵ کسان وژل شوي دي.

د نوموړي په وینا، د قربانیانو عمرونه له اته میاشتو تر ۸۸ کلونو پورې دي چې په‌کې ۲۰۰ ښځې هم شاملې دي.

هغه زیاته کړه چې د میناب په یوه ابتدایي ښوونځي کې د برید له امله ۱۶۸ ماشومان وژل شوي دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د ایران د روغتیا وزارت مرستیال همدارنګه وویل چې په دې بریدونو کې د روغتیايي سکتور کارکوونکي هم زیانمن شوي دي.

د ده په وینا، ۵۵ روغتیايي کارکوونکي ټپیان شوي او ۱۱ نور وژل شوي چې په‌کې څلور ډاکټران، دوه نرسان او درې د بیړنیو خدماتو کارکوونکي شامل دي.

د یادونې ده چې د سیمې د وروستیو جګړو له امله په ایران کې بشري وضعیت لاپسې کړکېچن شوی او د مرګ‌ژوبلې شمېرې هم په چټکۍ سره لوړېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام